ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا مرکزي روغتون کې بيړنۍ څانګه پرانيستل شوه

د پکتيکا مرکزي روغتون کې بيړنۍ څانګه پرانيستل شوه

author avatar
30 Apr 2016 - 19:19
د پکتيکا مرکزي روغتون کې بيړنۍ څانګه پرانيستل شوه
author avatar
30 Apr 2016 - 19:19

ښرنه، مهترلام (پژواک، ١١ غويى ٩٥) : د پکتيکا په مرکزي روغتون کې بيړنۍ خونه  په عصري توګه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

ياده بيړنۍ خونه، چې رغنيزې چارې يې په څلورو مياشتو کې بشپړې شوې، د غويي په ١١مه، د والي امين الله شارق له لوري د ناروغانو پر مخ پرانيستل شوه.

د پکتيکا ولايت د مرکزي روغتون سرطبيب ډاکټر چنارګل صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، پر دې پروژې ٧٠زره ډالره لګښت راغلى چې په کې د ۴۰زره امريکايي ډالرو په ارزښت روغتيايي سامان الات ځای پر ځای شوي، چې مالي لګښت يې د (ای، اېم، سي) موسسې له لوري ورکړل شوی دى.

هغه زياته کړه، بيړنۍ خونه د يوې ابتدايي عمليات خونې په درلودلو سره د نړۍ په کچه سټنډرډ وسايل لري.

ډاکتر صديقي وويل، مرکزي روغتون اوس مهال ۷۵ بستره لري، چې د پکتيکاوالو لپاره بسنه نه کوي.

د يوه بل خبر له مخې، نن د لغمان د عالي دارالمعلمين د احاطې دېوال جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د لغمان د عالي دارالمعلمين رييس محمد اصف حسين خېل وويل، ياده احاطه ۶۸۰ متره اوږدوالی، ۲،۵ متره لوړوالی لري چې ټول لګښت يې څلورنيم ميليونه افغانۍ کېږي او د هندوستان هېواد له خوا ورکول کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.