ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسعود د اساسي قانون د تعديل او د پارلمان د ګونديزتوب غوښتنه وکړه

مسعود د اساسي قانون د تعديل او د پارلمان د ګونديزتوب غوښتنه وکړه

author avatar
30 Apr 2016 - 20:09
مسعود د اساسي قانون د تعديل او د پارلمان د ګونديزتوب غوښتنه وکړه
author avatar
30 Apr 2016 - 20:09

کابل (پژواک ١٠ غويى ٩٥): د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي ويلي، په هېواد کې د سياسي مشارکت د پراختيا لپاره بايد اساسي قانون تعديل او پارلمان دې د ګوندونو استازو د شتون پر بنسټ رامنځته شي.

احمدضياء مسعود نن دغه موضوع په هغو مراسمو کې چې د افغانانو د جهاد د برياليتوب د ٢۴ تلين په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې چې په کابل کې د يو شمېر جهادي څېرو او سياسيونو په ګډون ترسره شوه، څرګنده کړه.

هغه وويل، په هېواد کې د پراخه سياسي مشارکت لپاره بايد د ګوندونو له لارې يوه سالم سياسي سيستم ته وده ورکړل شي او د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګوندونو د حضور لپاره زمينه برابره شي.

مسعود د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته په اشارې سره وويل: "سياسي ثبات پراخ سياسي مشارکت ته اړتيا لري، کوم حکومتونه چې دا ډول سياسي مشارکتونه نه لري، نه بريالي کېږي، دا هغه مهال امکان لري چې د سياسي ګوندونو د پراختيا لپاره زمينه مساعد کړو."

د اصلاحاتو او غوره حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي زياته کړه: "که وغواړو يو سياسي عادلانه سيستم رامنځته کړو، بايد ګوندي ټاکنيز سيسټم ولرو؛ په پارلمان کې هم د ولسمشر او هم د لومړي وزير واکونه د اساسي قانون پر بنسټ مشخص کېږي."

نوموړي د ملي يووالي په حکومت کې د سياسي مشارکت دوام په اړه د شک په څرګندولو سره وويل، دا ډول مشارکت چې د يوه هوکړه ليک پر بنسټ رامنځته شوى؛ احتمال شته چې ډېر ژر له منځه ولاړ شي.

د هېواد د ولسي جرګې ټاکنو اوسنى نظام د "نه لېږدېدونکې واحدې رايې" سيستم پر بنسټ ولاړ دى، په دې معنا چې کوم نوماند هم ډېرې رايې ترلاسه کړي، هغه ګټونکى دى او نورو سيالانو ته يې کومه برخه نه پاتې کېږي.

خو د احمدضياء مسعود د خوښې وړ سيستم چې يو "تناسبي" سيستم دى، د ټاکنو نوماند د هغې ونډې په پرتله چې صندوقونو ته د ورکړل شوې رايې پر بنسټ ترلاسه کېږي، په خپله ټاکنيزه حوزه کې د رايو ورکوونکو استازيتوب په غاړه اخلي. خلک په دا ډول ټاکنيز نظام کې د ګوندونو له لوري وړاندې شوو نوملړونو ته رايه ورکول کېږي، نه هر يوه نوماند ته.

احمد ضياء مسعود د خپلو خبرو په بله برخه کې په هېواد کې د مجاهدينو د مقام اهميت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، که چېرې مجاهدين سره يو شي او د ترهګرۍ او پاکستان پر وړاندې يو ملي مقاومت پيل کړي، نو پاکستانيان به هېڅکله هم د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه شي کړى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.