ايبک (پژواک، ١١ غويى ٩٥): ناپېژاندو وسله والو د سمنګان په فيروزنخچير ولسوالۍ کې د ګنبدان کلي ملا امام وژلی، بلخوا ماين چاودنې د همدغه ولايت په مرکز کې دوه ماشومان ټپيان کړي دي.
د فېروزنخچير ولسوال محمد همايون برلاس پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګنبدان کلي امام مولوي عبدالمجيد تېره شپه اته بجې له خپل کوره جومات ته روان و چې ناپېژاندو کسانو د کلاشينکوف پر ډزو وواژه.
هغه وويل چې تر بريد وروسته پوليس د پېښې سيمې ته ورغلل خو په همدې سيمه کې ډزې پرې وشوې چې يو ساتنمن هم په کې ټپي شو.
دى وايي چې وروسته پوليسو د يادو دواړو بريدونو په تړاو د سيمې لس تنه ونيول .
د سمنګان د امنيې قوماندانۍ وياند منير رحيمې وايي چې شپږ تنه د مولوي عبدالمجيد او څلور نور په ياده سيمه کې پر پوليسو د ډزو په تړاو نيول شوي او څېړنې ترې روانې دي.
د يو بل خبر له مخې، منير رحيمې وايي چې تېره ورځ مازديګر مهال له پخوا د پاتې شوي ماين چاودنې د سمنګانو د مرکز اړوند په مير کلال سيمه کې دوه ماشومان چې يو ١٢ او بل ١٤ کلن دي، ټپيان کړل.
هغه وويل چې له ټپيانو د يوه تن پښې پرې شوې، خو د بل روغتيايي وضعيت ښه دى او دواړه دا مهال د سمنګان په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د ده په وينا، دغو ماشومانو مال څراوه چې چاودنه پرې وشوه.
سرچينه زياتوي چې په دې سيمه کې د ډاکتر نجيب الله د حکومت پر مهال پوځي اډه وه او کېداى شي د هماغه وخت ماين پر يادو ماشومانو چاودلى وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن