ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رباني: د افغانستان د سولې او امنيت په اړه  د عالمانو ناسته ترسره کېږي

رباني: د افغانستان د سولې او امنيت په اړه د عالمانو ناسته ترسره کېږي

author avatar
1 May 2016 - 18:41
رباني: د افغانستان د سولې او امنيت په اړه  د عالمانو ناسته ترسره کېږي
author avatar
1 May 2016 - 18:41

 کابل (پژواک، ١٢ غويى ٩٥): د افغانستان د بهرنيو چارو وزير  له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په لړۍ کې له نه پرمختګ خبر ورکړى، خو وايي چې ټاکل شوې د افغانستان د سولې او امنيت ټينګښټ لپاره د اسلامي  هېوادونو عالمانو غونډه ترسره شي.

 د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن د مشرانو جرګې په ناسته کې وويل، چې تر اوسه پورې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په لړۍ کې کوم پرمختګ نه دى تر سترګو شوى او که کله هم په ياده لړۍ کې پرمختګ وليدل شي نو ټولې خبرې اترې به د ملي شورا له غړو او خلکو سره شريکې کړي.

 د هغه په وينا، سوله ملي اجماع ته اړتيا لري، ځکه له خلکو سره له مشورې پرته د سولې پروسه مخته نه شي تللى.

 نوموړي دغه راز د افغانستان د امنيت او سولې ټينګښت په اړه د اسلامي هېوادونو د عالمانو د ناستې له ترسره کېدو خبر ورکړ او ويې ويل چې ټاکل شوې دغه کنفرانس په راتلونکو څو مياشتو کې د اسلامي هېوادونو سازمان د ژمنې له مخې، په کوم اسلامي هېواد کې ترسره شي.

 هغه زياته کړه، چې دغه پرېکړه د ترکيې په استانبول کې د اسلامي هېوادونو سازمان په درېيمه ناسته کې چې د هېواد د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم په کې ګډون درلود، ترسره شوې ده.

نوموړي په دې اړه نور جزييات وړاندې نه کړل، خو ويې ويل چې د يادې ناستې لپاره مقدماتي ناستې له دې وړاندې د سعودي عربستان په جده کې ترسره شوې او دغه ناسته د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د ژمنتيا ښکاروندويي کوي.

 هغه زياته کړه، چې د اسلامي  هېوادونو د عالمانو په ناسته کې به د بېلابېلو هېوادونو مشهور عالمان ګډون وکړي او د افغانستان د امنيت او سولې لپاره به خپله پرېکړه اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا څلور اړخيزو ناستو خبرې اترې له خنډ سره مخ شوې دي.

 ټاکل شوې وه، چې له څلور اړخيزو څلورو ناستو وروسته چې په کابل او اسلام اباد کې د تېرو څلورو مياشتو په موده کې ترسره شوې، د روان کال د مۍ مياشتې په لومړيو کې د افغان دولت او وسله والو مخالفينو تر منځ مخامخ خبرې پيل شي.

 خو داسې ونه شول او افغان ولسمشر هم د خبرو اترو دغه څلور اړخيزې ناستې لړۍ تحريم کړه او تېره اوونۍ يې د ملي شورا په ګډه ناسته کې وويل چې پاکستان بايد د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي، له هغه پرته به افغانستان د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په مراجعې کولو سره په جدي ديپلوماټيکو اقداماو لاس پورې کړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوى له تېرې يوه نيمې مياشتې راهيسې له افغان دولت سره د سولې خبرو اترو په لړۍ بوخت دى.

 ياد پلاوي ويلي چې د سولې خبرو اترو په لړۍ کې پرمختګونه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.