ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عربستان او هند د افغانانو لپاره د وېزو ورکول محدود کړي

عربستان او هند د افغانانو لپاره د وېزو ورکول محدود کړي

author avatar
1 May 2016 - 18:47
عربستان او هند د افغانانو لپاره د وېزو ورکول محدود کړي
author avatar
1 May 2016 - 18:47

کابل (پژواک، ١٢ غويى ٩٥): هند؛ د افغانستان له پاسپورټ څخه د ځينو بهرنيو وګړو ګټې اخيستو او سعودي عربستان له ياد هېواد څخه د افغانانو بېرته نه راستنېدو له امله، د افغانانو لپاره د وېزې ورکول محدود کړي دي.

دا مطلب نن د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د مشرانو جرګې نننۍ غونډې ته په ډاګه کړ.

 د نوموړي په وينا، سعودي عربستان له څه مودې راهيسې هغو افغان زيارت کوونکوته چې عمرونه يې له څلوېښتو کلونو څخه ټيټ وي وېزه نه ورکوي؛ ځکه ځينو ځوانانو چې د ګرځندوى او زيارتي شرکتونو له لوري د ياد هېواد وېزه ترلاسه کړې ده، بېرته نه دي راستانه شوي.

رباني وويل :" دا يواځې يوه امنيتي ستونزه ده چې د سعودي چارواکو له ډاډمن کېدو وروسته به له ٣٠ کلونو څخه د ټيټ عمر افغانانو ته هم د عمرې وېزه ورکړل شي."

نوموړي زياته کړه چې په دې برخه کې بحثونه پيل شوي او ان د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني هم په دې اړه د عربستان له پادشاه سره ټېلېفوني خبرې کړې دي.

 نوموړي د هغو افغانانو په اړه چې پخوا د پاکستاني پاسپورټونو په وسيله د کار لپاره سعودي عربستان ته تللي ، وويل چې يو شمېر ته يې افغاني پاسپورټونه ورکړل شوي او د ټولو افغانانو ددې ستونزې د هوارۍ لپاره هڅې روانې دي.

رباني، سعودي عربستان ته پر پاکستاني پاسپورټونو د تللو افغانانو شمېر په اړه معلومات ور نه کړل او ويې ويل چې ياد هېواد کې افغانانو ته د افغاني پاسپورټونو پر وېش ياده ستونزه هواريدى نه شي؛ ځکه د افغانستان او عربستان تر منځ د کارکوونکو د لېږد تړون شتون نه لري او مخکې چې کوم تړون موجود و، هغه په  ١٣٥٧ کال کې لغوه شوى دى.

نوموړي زياته کړه، پر يو ميکانيزم کار روان دى چې له بشپړېدو وروسته به له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د کارګرو استولو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ  تړون لاسليک شي.

نوموړي د افغانانو لپاره د هند پر وېزې د لګېدلو محدوديتونو په اړه وويل :" په دې وروستيو کې له بده مرغه افغاني پاسپورټونه له يو شمېر بهرنيو وګړو سره ليدل شوي چې د هند سفارت يې اندېښمن کړى او ځينې مقررات وضع شوي دي."

رباني وويل چې هند سفارت د افغانانو لپاره د وېزې ورکول نه دي بند کړي؛ خو د وېزې ورکول لپاره يې يوه کړنلاره جوړه کړې ده.

د نوموړي په وينا، ددې کړنلارې له مخې د وېزې غوښتونکى بايد بانکي حساب ولري او که د درملنې لپاره ځي بايد داسې راپور وړاندې کړي چې افغانستان کې يې د تداوي شونتيا نه وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.