ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هيسم: سوله په افغانستان کې د ښکېلو لوريو تر منځ يوازېنۍ حل لاره ده

هيسم: سوله په افغانستان کې د ښکېلو لوريو تر منځ يوازېنۍ حل لاره ده

author avatar
2 May 2016 - 20:42
هيسم: سوله په افغانستان کې د ښکېلو لوريو تر منځ يوازېنۍ حل لاره ده
author avatar
2 May 2016 - 20:42

باميان (پژواک ١٣ غويى ٩٥): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي، چې د سولې څلور اړخيزو خبرو اترو لړۍ له ماتې سره نه ده مخ شوې او افغانستان کې د ښکېلو ډلو تر منځ له سولې پرته بله لار نه ليدل کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي نيکولاس هيسم نن باميانو ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل، چې دغه ولايت ته يې له سفر موخه، د خلکو د امنيتي ستونزو څېړنه او د باميانو له سيمه ييزې ادارې سره د نړيوالو مرسته کوونکو بنسټونو همغږي ده.

نوموړي زياته کړه: "موږ په باميانو کې پاتې کېږو، په دغه ولايت کې د کار او پراختيا زمينه شته او باميان د ملګرو ملتونو سازمان له خوښې ولايتونه څخه دى."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي، د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا ترمنځ د سولې څلور اړخيزو خبرو اترو په اړه وويل، چې دغه لړۍ له ناکامۍ سره نه ده مخ شوې او په افغانستان کې د ښکېلو ډلو تر منځ له سولې پرته بله کومه ټاکنه او انتخاب نه تر سترګو کېږي.

شا وخوا څلور مياشتې وړاندې د افغانستان، پاکستان،چين او امريکا هېوادونو څلور اړخيزې ناستې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په موخه په کابل او اسلام اباد کې ترسره شوې او پرېکړه وشوه چې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ به د سولې مخامخ خبرې د مارچ مياشتې په لومړۍ اونۍ کې ترسره شي.

خو د طالبانو له لوري د يادو خبرو له ردولو او دغه راز د خبرو اترو مېز ته د طالبانو د کېنولو په برخه کې د پاکستان د نه همکارۍ په پايله کې افغان حکومت هم د سولې دغه لړۍ تحريم کړه.

نيکولاس هيسم د پژواک خبري اژانس  د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که چېرې افغان دولت د پاکستان د توغنديزو بريدونو په اړه د امنيت شورا ته شکايت وکړي نو دغه شورا به د اسلام اباد په اړه څه پرېکړه ونيسي؟ وويل: "دا سهي ده، چې زه د ملګرو ملتونو سازمان استازى يم، خو دا موضوع بيا د امنيت شورا په ټولو غړو پورې اړونديږي او اوسمهال نه شم کولى چې دوى به يې په اړه څه پرېکړه وکړي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي، د افغانستان په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو په اړه وويل، چې افغانان د ټاکنو په برخه کې د اصلاحاتو غوښتونکي دي او که چېرې اصلاحات رامنځته شي نو خلک به په راتلونکو ټاکنو کې پراخه ونډه ولري.

هغه زياته کړه، چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په ټاکنيز نظام کې له اصلاحاتو هرکلى کوي.

نوموړي، د وارسا او بروکسل ناستې چې د روان زېږديز کال په پاى کې د افغانستان په اړه ترسره کېږي، د اهميت وړ وبللې او ويې ويل چې په دغو ناستو کې به د افغانستان په اړه مهمې پرېکړې وشي او نړيواله ټولنه به يو ځل بيا له افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړي.

د باميانو والي محمد طاهر زُهير باميانو ولايت ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي  استازي له سفر هرکلى وکړ او ويې ويل، چې د مرستو جلبولو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د همغږۍ رول مهم دى او په هېواد کې د پراختيا لامل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.