کابل (پژواک، ١٣ غويى ٩٥): د ملي امنيت رياست د ((نجيب الله قصاب)) د تښتونې او وژنې په شک درې کسان نيولي دي.
د ملي امنيت د عمومي رياست په خبرپاڼه کې له جزئياتو له ورکړې پرته راغلي چې دا درې کسان (احمد رشاد، محمد جاوېد او محمد حسن) د سمنګانو ولايت مرکز ايبک ښار اړوند ساحه کې نيول شوي دي.
سرچينې ليکلي چې دغو درېيو کسانو نجيب الله قصاب تښتولى او وژلى او وروسته يې د نوموړي مړى د ايبک ښار په بابه قمبر دوه لارې کې په پټه خښ کړى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى دى.
د سمنګانو د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې، نجيب الله قصاب ٢٥ کلن و او د روان کال د وري په ٥مه نېټه وتښتول شو او مړى يې د همدې مياشتې په ١٦مه نېټه د بابه قمبر په دوه لارې کې وموندل شو.
د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې په کابل او پکتيا کې څه باندې لس کسان د ١٤ کلن ماشوم (اباسين) د تښتونې او وژنې په تور ونيول شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن