ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بې پولې ډاکټران: د کندوز روغتون د ښکېلو لورو له ليکلي تضمين وروسته فعالوو

بې پولې ډاکټران: د کندوز روغتون د ښکېلو لورو له ليکلي تضمين وروسته فعالوو

author avatar
2 May 2016 - 17:15
بې پولې ډاکټران: د کندوز روغتون د ښکېلو لورو له ليکلي تضمين وروسته فعالوو
author avatar
2 May 2016 - 17:15

کابل (پژواک ١٣ غويى ٩٥): د بې پولې ډاکترانو سازمان په کندوز ولايت کې د خپلو فعاليتونو د بيا پيلولو په موخه د امريکايي ځواکونو، افغان دولت او د دولت وسله والو مخالفينو له لوري په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو د خونديتوب او دغه راز د لیکلي تضمين غوښتنه وکړه.

د تېر کال د تلې مياشتې په شپږمه نېټه پر کندوز ښار باندې د طالبانو له بريد وروسته ياد ښار د طالبانو لاس ته وغورځېد چې له هغه وروسته د تلې مياشتې په ١١مه نېټه کندوز کې د بې پولو ډاکترانو روغتون د امريکايي ځواکونو له لوري بمبار شو چې په پايله کې يې د ياد روغتون د ډاکټرانو، نرسانو، ناروغانو او پايوازانو په ګډون ٤٢ کسان ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې په دې اړه خپلې څېړنې بشپړې کړې او پايلې يې اعلان کړې چې په کې راغلي چې ياد بريد جګړه ييز جرم نه، بلکې يوه انساني تېروتنه وه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په دې پېښه کې د دوو لوړ پوړو افسرانو په ګډون ١٦ سرتېري تېروتلي چې دوى ته به ډسپليني سزا ورکړل شي.

د امريکا د قانون پر بنسټ، په ډسپليني سزا کې له دندې ګوښه کول، غير حاضرول او يا هم د معاش ګرځول شامل دي.

په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو سازمان استازي ګلهيم موليني (GuilhemMOLINIE) نن په کابل کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې، د کندوز پېښې عاملينو ته يوازې د انضباطي سزا ورکړه، د قياس وړ ونه بلله.

نوموړي په کندوز کې د دغه سازمان پر روغتون باندې د بريد په اړه د امريکا پوځي څېړنو په غبرګون کې وويل: "ترسره شوې څېړنې د قناعت وړ نه دي او په دې برخه کې بايد لا ډېره څېړنه وشي."

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ياد لوړپوړي چارواکي د اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړه چې دغه سازمان او نور بنسټونه چې د جګړې په لومړيو ليکو کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي، په دوامداره توګه د دوى پر روغتيايي مرکزونو د بريدونو شاهدان دي، خو هېڅکله هم د ښکېلو اړخونو له لورو ورته ځواب نه ويل کېږي.

موليني په کندوز کې د روغتيايي فعاليتونو بيا پيلولو ته په اشارې سره وويل: " نه شو کولى خپل ټېم د هغو همکارانو په ګډون چې د کندوز له يادې پېښې ژوندي وتلي، يو ځل بيا دغه ولايت ته د کار کولو لپاره ولېږو، مګر دا چې په لومړيو کې په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لورو پياوړى ډاډ ترلاسه نه کړو."

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان استازي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د حقيقت موندنې بشري نړيوال کمېسيون بايد په دې اړه بې پلوه او خپلواکې څېړنې ترسره کړي، وويل: "تر اوسه پورې د دغه سازمان غوښتنو ته ځواب نه دى ورکړل شوى."

نوموړي ورته مهال څرګنده کړه چې په کندوز کې د خپلو فعاليتونو د بيا پيل لپاره بايد د افغانستان د جګړې ښکېل لوري په دغه هېواد کې د سازمان د فعاليتونو خونديتوب ته تحريري تضمين ورکړي.

نوموړي وويل چې په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون ودانۍ د بيارغونې پر قضيې د افغان دولت او امريکا تر منځ خبرې اترې روانې دي، خو دغه سازمان تر اوسه پورې په کندوز کې د خپلو روغتيايي فعاليتونو د بيا پيل په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.