ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د القاعدې شبکې مهم غړي اوس هم په پاکستان کې اوسي”

“د القاعدې شبکې مهم غړي اوس هم په پاکستان کې اوسي”

author avatar
2 May 2016 - 19:40
“د القاعدې شبکې مهم غړي اوس هم په پاکستان کې اوسي”
author avatar
2 May 2016 - 19:40

کابل (پژواک ١٣  غويى ٩٥): د ملي شورا يو شمېر غړي وايي چې د القاعده شبکې مشران اوس هم په پاکستان کې شپې ورځې سبا کوي او نړيوالې ټولنې نه يوازې په دغه هېواد اړين فشار نه دى وارد کړى، بلکې د امريکا له مالي مرستو هم برخمن شوى دى.

د القاعده شبکې پخوانى مشر اسامه بن لادن پنځه کاله وړاندې د مۍ مياشتې په ٢ مه نېټه، د امريکا ځانګړو سمندري ځواکونو له لوري د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې ووژل شو.

د مشرانو جرګې دويم نايب انجنير حسيب الله کليمزي وردګ وويل: "له شک پرته د القاعده شبکې ټول لوړپوړي غړي له هغې وروسته چې امريکا په افغانستان کې د دوى پر وړاندې عمليات پيل کړي، په افغانستان کې نه دي ليدل شوي او ټول يې د افغانستان له پولو بهر تر سترګو شوي او يوه ښه نمونه يې په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن موندل دي."

نوموړي نن (د غويي ١٣ مه) په ملي شورا کې خبريالانو ته وويل، چې په پاکستان کې د بن لادن حضور څرګنده کړه چې د القاعدې شبکه په افغانستان کې نشته او د افغانستان له سرحدونو بهر تمويل او ترې ساتنه کېږي، خو امريکا تر اوسه پورې پر پاکستان هر اړخيز فشارونه نه دي وارد کړي.

هغه وويل: "په افغانستان کې د امريکا او ناټو مبارزه څه معنا لري، د القاعدې غړي په بېلابېلو څانګو وېشل شوي او خپل فعاليتونه کوي، افغانان د القاعدې د فعاليتونو قرباني شوي او اوس د پنځو کلونو په تېرېدو سره بيا هم د يادې ډلې د شتون په اړه اندېښنه شتون لري او که چېرې په افغانستان کې د يادې شبکې د فعاليتونو مخه ونه نيسي، د دې امکان شته جې شبکه خپل فعاليتونه لاپسې ډېر کړي."

د ولسي جرګې منشي عبدالرووف انعامي وويل: "په ظاهري توګه د القاعده پر وړاندې مبارزه شوې، خو د ځمکې له تل څخه د ياد سازمان له منځه وړل اسانه کار نه دى او په دې برخه کې جدي مبارزې او ډېر وخت ته اړتيا ده."

نوموړي پر نړيوالې ټولنې ځانګړي ډول امريکا نيوکه وکړه او زياته يې کړه: "زبرځواکونه هم ډېره هڅه نه کوي، ځکه خپل ملګري له لاسه ورکوي او پاکستان له جغرافيايي او اقتصادي اړخه يو ښه انتخاب دى او دغه زبرځواکونه هم هڅه نه کوي، څو له پاکستان سره يې اړيکې خرابې شي، له دې سره-سره چې ښه پوهېږي چې د ترهګرو اصلي ملاتړونکى پاکستان دى."

د نوموړي په وينا، که څه هم د يادې ډلې د مشر له وژل کېدو پنځه کاله تېريږي، خو بيا هم ياده ډله په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې او د يادې شبکې پر ملاتړو تر اوسه پورې اړين فشار نه دى وارد شوى.

هغه هم زياته کړه، چې که چېرې ياده شبکه جدي ونه نيول شي نو په هېواد کې به د يادې شبکې فعاليتونه يو ځل بيا پراخه شي.

انعامي له نړيوالې ټولنې او افغان حکومت وغوښتل، څو د يادې پديدې پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.