ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې د زرکانو جنګولو پر مهال د پوليسو پر ډزو دوه تنه ټپيان شوي

په سمنګان کې د زرکانو جنګولو پر مهال د پوليسو پر ډزو دوه تنه ټپيان شوي

author avatar
4 May 2016 - 15:22
په سمنګان کې د زرکانو جنګولو پر مهال د پوليسو پر ډزو دوه تنه ټپيان شوي
author avatar
4 May 2016 - 15:22

ايبک (پژواک، ١٥ غويى ٩٥): په سمنګان د زرکانو جنګولو پر مهال هغه وخت د پوليسو پر ډزو دوه کسان ټپيان شول چې پوليسو د دغه کار مخه نيوه خو د خلکو له غبرګون سره مخ شول.

د عبدالجليل په نوم د ايبک ښار يو اوسېدونکى چې ځان يې د زرکانو جنګوونکو استازى  باله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا زر تنه  د سمنګانو، کابل، بلخ، بغلان او کندوز ولايتونو اوسېدونکي د ايبک ښار "پنج ستاره هوټل" ته څېرمه راټول شوي وو او زرکان يې جنګول.

هغه وايي چې له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې پوليس ورغلل او يو پوليس يو زرک واخيست او غوښتل يې چې مړ يې کړي، خو زرک جنګوونکو يې مخه ونيوه او بيا پوليسو ډزې وکړې چې دوه تنه په کې ټپيان شول.

ده وويل پوليسو په داسې حال کې د زرک د وژلو هڅه وکړه چې يو زرک دوه سوه زره افغانۍ بيه لري او تر دې وړاندې د زرکانو جنګولو ممانعت نه کېده؛ ځکه چې د ده په وينا، د زرکانو جنګول يوه ساعت تېري ده.

دى وايي، له ټپيانو څخه يو تن "اېمل" د کابل او بل "دل اغا" د بغلان د مرکز پلخمري اوسېدونکى دى.

د سمنګانو د ولايتي روغتون نوکريوال ډاکټر  سراج الدين نېکزاد وايي، له ټپيانو څخه چې دواړه يې دغه روغتون ته ور وړل شوي، د يوه تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د سمنګان د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن منير رحيمي وايي چې پوليس د علماوو شورا د تېر کال د پرېکړې له مخې مکلف دي چې د زرکانو جنګولو مخه ونيسي.

هغه وويل چې د سمنګان د علماوو شورا د زرکانو جنګول ځکه  منع کړي چې زرکان جنګوونکي شرطونه پرې تړي او قمار پرې وهي.

دى وايي چې له همدې امله پوليس يادو زرکانو جنګوونکو ته ورغلل تر څو د دغه کار مخه ونيسي، خو خلکو پر پوليسو هجوم ور ووړ او پوليس اړ شول چې د ځان ساتنې په موخه هوايي ډزې وکړي.

دى وايي چې په دې ډزو کې دوه تنه ټپيان شوي او موضوع تر څېړنو لاندې ده.

د سمنګانو د علماوو شورا غړي مولوي فريداحمد وايي چې نن د دې شورا شاوخوا شل غړي امنيه قوماندانۍ ته ورغلي او د زرکانو جنګولو په مخنيوي کې يې له پوليسو ملاتړ کړى.

ده وويل چې د زرکانو جنګول د اسلامي شريعت خلاف عمل  دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.