ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لمريز واټرپمپونه د کرکيلې په وده کې د ستر بدلون سبب شوي

لمريز واټرپمپونه د کرکيلې په وده کې د ستر بدلون سبب شوي

author avatar
4 May 2016 - 16:22
لمريز واټرپمپونه د کرکيلې په وده کې د ستر بدلون سبب شوي
author avatar
4 May 2016 - 16:22

هرات ښار (پژواک، ١٥غويى ٩٥): په هرات ولايت کې د کرکيلې په موخه د لمريزې برېښنايي واټرپمپونو کارونې د کروندګرو د سترو لګښتونو مخه نيولې ده.

په دې وروستيو کې په هېواد په ځانګړي ډول په هرات ولايت کې د کرنيزو ځمکو د خړوب لپاره داسې يو سيستم دود شوى چې د کرنيزو مختصصينو او يو شمېر کروندګرو په خبره، کولى شي چې د کرکيلې د ودې په برخه کې د ستر بدلون سبب شي.

په ورته وخت کې ګڼ شمېر کروندګر د خپلو کرنيزو ځمکو او باغونو د خړوب لپاره له ډيزلي واټرپمونو کار اخلي چې په خبره يې زيات لګښت لري.

د هرات د انجيل ولسوالۍ يوه کروندګر عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل: ((سولري واټر پمپونه يوه نوې ټکنالوژي ده چې له ډېزلي او پټرولي واټر پمونو غوره دي، په دې سيستم کې يو ځل پيسې لګېږي او د تل لپاره لګښت نه لري، خو په ډيزلي واټرپمپ لومړى کمې پيسې لګېږي، خو وروسته يې لګښتونه زيات دي او هره ورځ د خړوب لپاره له ٢٠ تر ٣٠ لېټرو تېل خوري.))

د ګذرې ولسوالۍ يوه بل کروندګر شاه رسول پژواک ته وويل: ((د کرنيزو ځمکو د خړوب لپاره له سولري پمپونو کار اخلو، پخوا مو ډېزلي واټرپمپونه کارول چې لګښت يې ډېر زيات و.))

په ورته وخت کې د هرات يوه اوسېدونکى غلام صديق رحماني چې په انجيل ولسوالۍ کې ٢٠ جرېبه باغ لري، وويل چې پخوا يې د خړوب لپاره له واټرپمپ کار اخيست، خو اوس يې برېښنايي دستګاه لګولې او خپل بڼ پرې اوبوي.

هغه زياته کړه: ((سولر سيستم سل مترۍ ته اوبه اوچتوي او له برېښنا يې د کرنيزو ځمکو د خړوب لپاره کار اخلو، ډېر خوښ يو او ارزانه هم تمامېږي.))

د برادران خوشبخت شرکت عامل مدير او د کرنيزو توکو واردوونکي محمد اسماعيل خوشبخت پژواک ته وويل: "هغه سولر چې کروندګر ترې کار اخلي، تر اوبو لاندې واټر پمپونه دي چې دغه سولري واټر پمپونه تقريبا له ١٠ مترو نه تر ٢٥٠ – ٣٠٠ مترو پورې د څاګانو ژورې اوبه را اوچتولى شي.))

خوشبخت زياته کړه، پخوا به چې ورزشکارانو هر څومره پيسې د خپل کښت له لارې پيدا کولې، بېرته يې د تېلو پېرلو او جنراتور د ترميم لپاره لګولې، خو اوس چې سولري (لمريز) واټر پمپونه پيدا شوي، د کروندګرو دا ستونزه هم ورسره حل شوې ده.

هغه څرګنده کړه چې د ځينو بڼوالو لپاره چې د خپلو باغونو د خړوب لپاره يې ډيزلي واټرپمپونه کارول، هر کال يې د برېښنا د لګښت پيسې له ٢٠٠ نه تر ٣٠٠ زره افغانيو کېدلې، خو اوس د لمريزو واټر پمپونو په راتګ سره ددغه لګښت مخنيوى شوى دى.

د کرنې برخې متخصصين وايي چې لمريز واټر پمپونه، کروندو د اوبولو لپاره د لمر رڼا ته اړتيا لري. دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس دهېواد په بېلابېلو برخوکې داسې پراخه دښتې شته چې ښه لمر لري.

دوى په دې باور دي چې که دغه لمر لرونکې دښتې د لمريزو واټرپمپونو په وسيله په کروندو بدلې شي، په هېواد کې په ځانګړي ډول د کرنې په برخه کې به د ستر اقتصادي بدلون سبب شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.