ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې شپږو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

پکتیا کې شپږو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 May 2016 - 10:47
پکتیا کې شپږو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 May 2016 - 10:47

ګردېز (پژواک، ١٥ غويی ٩٥): د پکتيا په سيد کرم ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې څلور  پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې وسله والو طالبانو د سيد کرم ولسوالۍ د بډم کندې په سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

د هغه په وينا، بريد شاوخوا دوه ساعته دوام کړى چې له امله يې څلور پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د نوموړي په خبره، د بريد په ترڅ کې درې وسله وال هم وژل شوي چې جسدونه يې په سيمه کې پراته دي.

هغه زياته کړه: ((زه خپله اوس سيمې ته راغلی يم او په دې سيمه کې مې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات پيل کړي دي.))

خو د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل پژواک ته وويل چې دغه ډول بريدونه د امنيتي چارواکو د بې غورۍ له امله رامنځته کېږي.

هغه زياته کړه: ((موږ له ډېر  پخوا راهيسې د دې ډول پېښې خطر درک کړی و او له امنيتي چارواکو سره مو هم شريک کړی و خو چا ورته پاملرنه  ونه کړه.))

د منګل په خبره چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو تر منځ اړينه همغږي شتون نه لري او د بريدونو پر مهال له يو بل سره همکاري نه کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې د بډم کندې پوسته د سيدکرم ولسوالۍ د مقام په دوه کيلومترۍ کې موقعيت لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.