ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کړوخېل: معلوماتو ته د لاسرسي مقرره او د خبريالانو د خونديتوب کړنلاره دې نهايي شي

کړوخېل: معلوماتو ته د لاسرسي مقرره او د خبريالانو د خونديتوب کړنلاره دې نهايي شي

author avatar
4 May 2016 - 19:08
کړوخېل: معلوماتو ته د لاسرسي مقرره او د خبريالانو د خونديتوب کړنلاره دې نهايي شي
author avatar
4 May 2016 - 19:08

کابل (پژواک، ۱۵غويى۹۵): د پژواک خبري اژانس مشر له ولسمشره د دې غوښتنې ترڅنګ چې معلوماتو ته د لاسرسي مقرره او د خبريالانو د امنيت د خونديتوب طرزالعمل ته قانوني بڼه ورکړي، وويل، خبريالان به تر راتلونکو دوو مياشتو پورې اخلاقي کودونه تصويب او عملي به يې کړي.

همداراز هغه له ولسمشر نه د رسنيو اقتصادي او امنيتي وضعيت د ښه کېدو، په کاري چاپېريال کې د ښځينه ژورنالېستانو د ستونزو د حل او د خبريالانو د ملاتړ لپاره د خبريالانو د ملاتړ صندوق د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې او خبريالانو د نمانځلو په موخه په جوړه شوې ناسته کې يې د خبريالانو او رسنيو په استازيتوب خبرې کولې، وويل: "زه ولسمشر ته ډاډ ورکوم چې موږ د حل ژورناليزم (solution Journalism) باندې تکيه کوو، موږ به ملي ګټو ته ژمن يو او موږ به هغه سوله ييز ژورناليزم چې موږ زده کړی او موږ پرې باور لرو، هغه پلى کړو."  

هغه زياته کړه، له ولسمشر سره چې خبريالانو او د رسنيو استازو د امنيت د ټينګښت په موخه د طرزالعمل او معلوماتو ته د لاسرسي د مقررې په اړه کومې ناستې لرلې، دغه دواړه نهايي شوي، نو هغه ته دې ډېر ژر قانوني بڼه ورکړل شي، ترڅو رسنۍ په راتلونکي کې د کومې بدې پېښې شاهدان نه وي.

دانش ولسمشر ته په خطاب کې وويل: "موږ د اخلاقي کودونو په برخه کې ډېر پرمختګونه کړي، موږ په دې وتوانېدو چې د افغانستان په اتو زونونو کې له ژورنالېستانو سره غونډې ولرو، اړونده موازين له ولاياتو مرکز ته راغلي، سره منسجم شوي او په راروانې يوې دوو مياشتو کې به له ولايتونو نه منتخب استازي کابل ته راشي او دلته به اخلاقي موازين تصويب او عمل به پرې وکړو."

هغه د خپلواکو رسنيو په استازيتوب ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې د خبريالانو او رسنيو اصلي موخه خلکو ته د حقايقو رسول دي او هڅه به وکړي، کومې ستونزې او نيمګړتياوې چې په حکومت کې وي، په داسې ډول به حکومتي چارواکي ورته متوجه کړي چې د خلکو او حکومت تر منځ همغږي رامنځته شي.

د پژواک خبري اژانس مشر زياته کړه، ټولې خپلواکې رسنۍ د څېړنيزو راپورونو د خپرولو په برخه کې پوره کاري وړتيا لري او ګڼ شمېر ورته راپورونه يې خپاره کړي دي.

هغه زياته کړه: "کومه ژمنه چې تاسو د څېړنيز ژورناليزم د تعقيب او څېړلو لپاره کړې او هغه څوک چې په کومه برخه کې نيمګړتيا لري، هغوی ته د سزا ورکولو په برخه کې به تاسو يو کمېسيون او يا د حکومت ځينو برخو ته دنده ورکوئ، هيله ده دغه برخه فعاله کړئ؛ ترڅو زموږ ځوان ژورنالېستان په دې وتوانېږي چې د تحقيقي ژورناليزم له لارې ستونزې او مشکلات په ښه ډول خپاره کړي."

دانش په ځينو رسنيو کې د ښځينه خبريالانو ستونزو ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه، وروستيو څېړنو ښودلې چې يو شمېر ښځينه ژورنالېستانې په کاري چاپېريال کې له ستونزو سره مخامخ دي، که چېرې ښځينه خبريالانې نه وي، نو هغه ستونزې چې مېرمنې يې لري، رسنۍ نه شي کولای هغه تر خپل پوښښ لاندې راولي.

د پژواک خبري اژانس مشر د رسنيو د اقتصادي ستونزو په اړه وويل، له تېرو دوو کلونو راهيسې يو شمېر رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او په ځينو ولايتونو کې يو شمېر رسنۍ تړل شوې دي.

هغه زياته کړه: "د خبريالانو او رسنيو تشويش دا دی، که چېرې د رسنيو اقتصادي او امنيتي برخو ته پاملرنه ونه شي، د دې وېره شته چې ګڼې رسنۍ به له ستونزو سره مخ شي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.