ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو سمنګان کې پنځو  سيمه ييزو پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اړولې

طالبانو سمنګان کې پنځو سيمه ييزو پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
5 May 2016 - 16:06
طالبانو سمنګان کې پنځو  سيمه ييزو پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
5 May 2016 - 16:06

ايبک (پژواک، ١٦ غويى ٩٥): وسله والو طالبانو د سمنګان په مرکز کې له دولت پلوو "سيمه ييزو پاڅونوالو"  څخه يو تن وژلى، درې يې نيولي او دوه نور يې ټپيان کړي دي .

د سمنګانو د مرکز اړوند د تايخونک کلي يوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، پژواک ته وويل چې تېره ورځ د دولت وسله والو مخالفينو تايخونک ته په څېرمه کلي (منقوتن) کې د هغو "سيمه ييزو پاڅونوالو" د قوماندان خال محمد پر کور بريد وکړ چې له دولت څخه په ملاتړ د دولت  د وسله والو مخالفينو پر ضد فعاليت کوي.

هغه وويل چې وسله والو مخالفينو په دغه بريد کې د خال محمد درې کسان  نيولي، د دغه قوماندان د کسانو شپږ ميله وسلې يې  له ځان سره وړي او د خال محمد يو تن يې وژلى دى.

ده زياته کړه چې له هغه وروسته تر اوسه (له غرمې مخکې ١١ بجې) د تايخونک او منقوتن په کليو کې د دولت د وسله والو مخالفينو او "سيمه ييزو پاڅونوالو" تر منځ نښتې روانې دي.

هغه وايي چې په نننيو نښتو  کې له "سيمه ييزو پاڅونوالو" څخه دوه تنه ټپيان شوي دي.

د سمنګانو د امنيه قوماندانۍ وياند دويم څارن محمد منير رحيمي ياده مرګ ژوبله تاييد کړه او ويې ويل چې سيمې ته د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه  پوليس استول شوي  او همدا اوس نږدې غرمه مهال په سيمه کې جګړه روانه ده.

وسله والو طالبانو قوماندان خال محمد پر کور د بريد په اړه څه نه دي ويلي خو وايي  چې  په منقوتن کې د دوى په بريد کې له "سيمه ييزو پوليسو" څخه يو تن وژل شوى او درې نور يې دوى ژوندي نيولي دي.  

طالبانو ويلي چې په دغه بريد کې درې کلاشينکوف، يوه تومانچه، يو کره بين ټوپک او يو موټرسايکل د دوى لاس ته ورغلي دي.

تايخونک او منقوتن د سمنګانو د مرکز اړوند له ايبک ښار څخه ختيځ لور ته ٧٠ کيلومتره لرې پرتې سيمې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.