ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمال ته تلوونکي ١٩٠ تنه له مخالفينو سره د تړاو په شک ونيول شول

شمال ته تلوونکي ١٩٠ تنه له مخالفينو سره د تړاو په شک ونيول شول

author avatar
5 May 2016 - 12:36
شمال ته تلوونکي ١٩٠ تنه له مخالفينو سره د تړاو په شک ونيول شول
author avatar
5 May 2016 - 12:36

چاريکار(پژواک، ١٦ غويى ٩٥):سيمه ييز چارواکي وايي، په پروان او کاپيسا ولايتونو کې ١٩٠ تنه چې د هېواد شمالي ولايتونو ته روان وو، له وسله والو مخالفينو سره د اړيکو په شک نيول شوي دي.

د پروان ولايت د ملي امنيت رياست يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ ١٥٠ تنه  چې په دوو ٣٠٣ ډوله موټرو کې د هېواد شمالي ولايتونو ته روان وو، د ملي امنيت موظفينو له خوا د پروان د سالنګ ولسوالۍ په هفته نور سيمه کې ونيول شول .

د سرچينې د څرګندونو له مخې، دغه کسان ځکه ونيول شول، چې د راپورونو له مخې د وسله والو طالبانو د ملاتړ لپاره د هېواد شمال ته روان وو.

 سرچينه زياتوي چې دغو کسانو ځانونه  د کندهار، هلمند، زابل او نيمروز  ولايتونو اوسېدونکي معرفي کړي او  ويلي يې دي چې شمال ته د کار لپاره تلل.

هغه وايي، چې له يادو کسانو څېړنې روانې دي.

دغه راز د کاپيسا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق پژواک ته وويل چې پوليسو د کاپيسا ولايت د حصۀ اول ولسوالۍ د ګلبهار په سيمه کې يې هم نن سهار ٤٠ تنه ونيول .

دى وايي، د راپورونو له مخې پر دې کسانو شک و چې شمال ته د تخريبي کړنو لپاره روان دي.

هغه وويل، چې دغه کسان له ننګرهار څخه د هېواد شمال ته په هينو ډوله موټر کې روان وو.

د ده په وينا، ياد ٤٠ تنه په هينو موټر کې چې بار يې هم درلود، داسې ځاى پر ځاى شوي وو، چې ښکاره نه شي.

فايق وايي، دغه کسان د څېړنو لپاره ملي امنيت ته سپارل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.