ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټیفا: ټاکنې سږ کال ناممکنې دي

ټیفا: ټاکنې سږ کال ناممکنې دي

author avatar
5 May 2016 - 15:59
ټیفا: ټاکنې سږ کال ناممکنې دي
author avatar
5 May 2016 - 15:59

کابل (پژواک، ۱٦ غويی ۹۵): د ټيفا مشر وايي، سږ کال د تخنيکي، امنيتي، لوجستيکي او بوديجوي ستونزو له امله د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو ټاکنې ناشونې دي او ولسمشر مرستيال وياند بيا وايي چې د يادو  ټاکنو د ترسره کېدو نېټه به د ټاکنو نوی کمېسيون اعلان کړي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټيفا) مشر محمدنعيم ايوب زاده نن په کابل کې د يو شمېر مدني ټولنو له خوا په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د ځوانانو د سياسي ګډون په اړه په جوړه شوې ناسته کې وويل، افغان حکومت او سياسيون نه غواړي يادې ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي يووالي حکومت چې د دواړو سيالو ډلو تر منځ د سياسي جوړجاړي له مخې رامنځته شو، ژمنه يې کړې وه چې د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو او ټاکنيز نظام کې د پراخو درغليو د مخنيوي لپاره به د هېواد ټاکنيز نظام اصلاح کړي.

ولسمشر غني په دې اړه تقنيني فرمان صادر کړ، خو د ملي شورا له لوري رد شو.

ولسمشر له هغه وروسته په دې اړه ولسي جرګې ته دويم فرمان لېږلى، خو جرګې تر اوسه پورې په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

تر دې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو لپاره د روان کال د تلې ٢٤مه نېټه اعلان کړې وه.

خو ايوب زاده وويل: "د تخنيکي، امنيتي، لوجستيکي او بوديجوي ستونزو له امله، روان کال د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو ټاکنې ناممکنې دي؛ هر څوک هغه که حکومت وي او که سياسيون؛ که چېرې په دې نظر وي چې سږ کال به يادې ټاکنې ترسره شي، عوام فريبي‎ کوي، صادق نه دي او دروغ وايي."

هغه د ټاکنو د يوه تخنيکي څارونکي بنسټ د مشر په توګه وويل، دا به ډېره ستونزمنه وي چې د هېواد ياد وضعيت ته په پام رڼې، سري، مستقيمې او سراسري ټاکنې ترسره شي.

دى وايي: "د ټاکنو اړوند ټول بنسټونه، نړيواله ټولنه، د افغانستان حکومت او د پارلمان ځينې غړي د ټاکنو د ترسره کېدو په برخه محافظه کارانه برخورد کوي، په غير مستقيم ډول هڅې کوي د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه فعاليتونه له خنډ سره مخامخ کړي."

دی زياتوي، د ملي شورا ځيني غړي، د ملي يووالي د حکومت دواړو مشران او د نړيوالې ټولنې يو شمېر بنسټونه نه غواړي ټاکنې په خپل وخت ترسره شي او په ټاکل شوې نېټه د ټاکنو ترسره کېدل د دوی د کار په لومړيتوب کې نه شته او نه هم په دې برخه کې لېوالتيا لري.

نوموړي په دې اړه چې ټاکنې ولې په خپل نه ترسره کېږي؟ وويل: "د افغانستان سياسيون له حاکم وضعيت نه ګټه اخلي، په نظام کې دننه مخالفتونه روان دي؛ دوی د خپل موقف د له لاسه ورکولو او د خپلو ګټو د له لاسه ورکولو له وېرې، نه غواړي ټاکنې ترسره شي."

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور پژواک خبري اژانس ته وويل چې کمېسيون د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو ټاکنو نېټه د روان کال د تلې مياشتې ۲۴مه اعلان کړې او په دې برخه کې کمېسيون خپلې دندې ترسره کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.