ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرجنګ: قومي مشران او عالمان د سولې په ټينګښت کې مثبت رول لوبولى شي

سرجنګ: قومي مشران او عالمان د سولې په ټينګښت کې مثبت رول لوبولى شي

author avatar
7 May 2016 - 15:17
سرجنګ: قومي مشران او عالمان د سولې په ټينګښت کې مثبت رول لوبولى شي
author avatar
7 May 2016 - 15:17

لښکرګاه(پژواک،۱۸غويی۹۵): قومي مشران او ديني عالمان کولى شي د هېواد د امنيت په ټينګښت او د سولې په راوستو کې مثبت رول ولوبوي، خو وسله وال مخالفين دې ارزښتونو ته درناوى نه کوي.

دغه څرګندونې د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د غويي په ١٨مه په لښکرګاه ښار کې د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.

هغه وويل چې له پخوا راهيسې په هلمند ولايت کې ډيرى سيمه ييزې ستونزې د جرګو، مرکو او يا هم قومي جوړښتونو له لارې حل کيدې.

خو ده وويل چې په دې وروستيو کې وسله وال مخالفين دغو جوړښتونو ته درناوى نه کوي.

هغه وايي چې په هېواد کې د سولې رواستو يواځنۍ لار همدغه قومي جوړښتونه، جرګې او مرکې دي.

ده وويل: ((خو د دولت وسله والو مخالفينو قومي مشران وټکول،ويې وژل، د ديني عالمانو خبره يې هم  ونه منله، يواځې د بهرنيو هېوادونو د استخباراتو لاره  تعقيبوي او غواړي د هغوی اهداف په لاس راوړي.))

د سرجنګ په وينا، حکومت بايد تر دې وروسته د وسله والو مخالفينو پر وړاندې پوځي عمليات پيل کړي، ترڅو له دې سيمې څخه  لاړ شي.

هغه دا هم وويل چې په دولتي چوکاټ کې د اداري فساد لوړه کچه هم ددې لامل شوې چې په هېواد کې امنيتي ستونزې ډيرې شي.

نوموړى زياتوي: (( ډيره برخه فساد د پروژو په قراردادونو کې کيږي، چې له امله يې اوس په ټول هېواد کې پنځوس فيصده پروژې کمې شوې دي.))

دغه راز د موسی کلا ولسوالۍ قومي مشر معلم  عبدالبصير خان هم پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې قومي پرېکړو ته  د وسله والو مخالفينو درناوى کم شوى دى.

خو هغه په دې برخه کې کومه بېلګه وړاندې نه کړه او زياته يې کړه: (( له پخوا راهيسې قومي مشرانو د سولې په راوستو او د امنيت په ټينګښت کې مثبت رول لوبولى ، خو په دې وروستيو کې قومي مشرانو ته د احترام ګراف ټيټ شوى دى.))

د خانشين ولسوالۍ قومي مشر حاجي باز محمد پژواک ته وويل چې د وسله والو مخالفينو ترڅنګ دولتي چارواکي هم د قومي مشرانو پرېکړو ته درناوى نه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.