ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه پوليس خپل درې ملګري پوليس وژلي

يوه پوليس خپل درې ملګري پوليس وژلي

author avatar
7 May 2016 - 17:05
يوه پوليس خپل درې ملګري پوليس وژلي
author avatar
7 May 2016 - 17:05

غزني (پژواک،۱۸غويى۹۵): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې يو پوليس خپل درې ملګري وژلي خو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د درېيو قوماندانو په ګډون ٤٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د غويي په ١٨مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې تېره شپه د غزني ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د ده خدايداد په سيمه کې يو پوليس پر خپلو نورو ملګرو بريد کړى دى.

هغه وويل:((دې کس له طالبانو سره لاس درلود چې د خپلې پېرې پرمهال يې خپل درې ملګري پر ډزو وژلي دي.))

خو هغه ونه ويل چې ياد شوي کس د پوستې اړوند مهمات له ځانه سره وړي او کنه.

وسله وال  طالبان  هم ياده پېښه تاييدوي.

ددې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د دوى يو نفوذي کس په غزني ښار کې څلور پوليس وژلي دي.

هغه وايي چې ياد شوي کس يو کرولا ډوله موټر او يو شمېر وسلې هم له  ځانه سره وړې دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د غزني ولايت په مرکز او مقر ولسوالۍ کې د درېيو قوماندانانو په ګډون ٤٠طالبان وژل شوي دي.

په دې ولايت کې د ٢٠٣تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند محمد حنيف رضايي پژواک ته وويل چې له تېرو دوه ورځو راهيسې امنيتي ځواکونو د غزني په مرکز او مقر ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې په دې عملياتو کې د وسله والو طالبانو د درېيو قوماندانانو ترڅنګ شپږ پاکستانيان او ٣١ نور طالبان وژل شوي او ٢٦ نور ټپيان دي.

رضايي زياته کړه: (( دغه عمليات چې دوه ورځې وړاندې پيل شوي وو نن سهار پاى ته ورسېدل او هدف يې هم د غزني ښار او د کابل_کندهار  د لويې لارې د امنيت ټينګښت وو.))

دغه راز د غزني ښار د نوغې سيمې اوسېدونکي محمد ابراهيم پژواک ته وويل چې په تېرو دوه ورځو کې په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې  دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.