ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ترهګريزو کړنو په تور شپږ تنه اعدام شول

کابل کې د ترهګريزو کړنو په تور شپږ تنه اعدام شول

author avatar
8 May 2016 - 11:10
کابل کې د ترهګريزو کړنو په تور شپږ تنه اعدام شول
author avatar
8 May 2016 - 11:10

کابل (پژواک ١٩ غويى ٩٥): ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د طالبانو او القاعدې پر هغو شپږو کسانو يې د اعدام حکم عملي کړى چې د برهان الدين رباني د ترور په ګډون په ترهګريزو فعاليتونو کې يې لاس درلود.

د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د اساسي قانون، جزا قوانينو او د اسلام سپېڅلي دين او د دولت له حکمونو سره سم د ترهګريزو بريدونو قربانيانو د کورنيو له ډېرو غوښتنو وروسته يې دا حکم توشېح کړى دى.

ويل شوي چې دغه شپږ کسان په درنو جرمونو او د ملکيانو پر وړاندې د جنايت ترسره کولو په تور محکوم شوي دي.

د خبرپاڼې په دوام کې راغلي، د دغو حکمونو توشېح له ډېرو او بشپړو څېړنو، د مجرمينو د قضيو له بشپړېدو او په عادلانه توګه د محکمو له ترسره کېدو وروسته د افغانستان بشري حقونو چوکاټ ته په پام سره ترسره شوي او دغه حکمونه نن د هېواد د عدلي او قضايي سرچينو له لوري د هېواد د قوانينو په چوکاټ کې ترسره شول.

د حکومت يوې سرچينې پژواک ته وويل، په اعدام شوو کسانو کې خان اغا چې په عبدالرحمن مشهور دى، حميدالله، محمد اسماعيل، حجت الله، اکمل او محمد عثمان شامل دي.

د هغه په وينا، خان اغا د القاعده غړى و، چې د ملي امنيت عمومي رياست پر مرستيال عبدالله لغماني او د لغمان ولايت د ٢٥ امنيت پر مدير حميدالله د بريد په پېښه کې يې لاس درلود. لغماني او حميدالله دواړو په ياده پېښه کې ژوند له لاسه ورکړى و.

عبدالله لغمانى د ١٣٨٨ لمريز کال د وږي مياشتې په ١١مه نېټه د لغمان مرکز مهترلام بابا ښار کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ووژل شو، چې په دغه پېښه کې ٥٤ کسان ټپيان او ٢٥ نور ووژل شول. د لغمان ولايت اجرايي رييس ضابط کريم، د دغه ولايت د حج او اوقافو مشر مولوي صفي الله، د ياد ولايت د ولايتي شورا مشر عمادالدين عبدالرحيمزى او دغه راز د عبدالله لغماني دوه ساتونکي هم وژل شوي و.

يادې امنيتي سرچينې په ډاګه کړه، چې حميدالله د طالبانو ډلې غړى و چې د سولې عالي شورا پر پخواني مشر برهان الدين رباني يې د بريد پلان طرحه کړى و.

برهان الدين رباني د ١٣٩٠ لمريز کال د وږي مياشتې په ٢٩مه نېټه د کابل ښار په وزير اکبرخان سيمه کې د هغه په کور کې د يوه بريدګر له لوري د سولې پيغام راوړلو په بهانه ووژل شو. په دغه بريد کې د ملي دفاع وزارت اوسنى سرپرست چې هغه مهال يې د سولې عالي شورا دارالانشاء د مشر په توګه کار کاوه، ټپي شوى و.

د حکومت د ياد چارواکي د معلوماتو له مخې، درېم اعدام شوى کس محمد اسماعيل د حقاني شبکې غړى و، چې د کابل ښار د وزير اکبرخان په سيمه کې يې د فاينسټ پر سوپر مارکېټ باندې په بريد کې لاس درلود.

په دغه بريد کې د بشر حقونو د يوه کمېشنر او د هغه د کورنۍ د پنځو کسانو په ګډون ٨ کسان وژل شوي و او پنځلس نور ټپيان وو.

له حجت الله څخه هم د طالبانو د ډلې د يوه غړي په توګه يادونه شوې. ياد کس د ١٣٩١ لمريز کال د زمري مياشتې په ١٧مه نېټه د کابل ولايت په پغان ولسوالۍ کې، په يوه کاسټر ډوله موټر کې ماين ځاى پر ځاى کړى و، چې له امله يې نهه ملکيان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.