ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داعش ولې اچین ځان ته انتخاب کړ؟

داعش ولې اچین ځان ته انتخاب کړ؟

author avatar
8 May 2016 - 13:30
داعش ولې اچین ځان ته انتخاب کړ؟
author avatar
8 May 2016 - 13:30

کابل (پژواک، ۱۹ غويی ۹۵): د ډيورنډ فرضي کرښې ته د نږدېوالي، داسانه اکمالاتو او وسله والو تګ راتګ له امله داعش وسله والې دلې د ننګرهار سرحدي ولسوالۍ اچين د خپل مرکز لپاره انتخاب کړې وه او پلان يې درلود، چې نورو سيمو ته هم خپل فعاليتونه وغځوي.

د اچين ولسوالۍ جغرافيوي او قومي جوړښت:

اچين ولسوالي د جلال اباد ښار په ٣٥ کيلومترۍ کې سوېل ختيځ لور ته پرته ده، د دې ولسوالۍ ختيځ لور ته د ډيورند کرښه، خيبر او کورمه ايجنسۍ موقعيت لري، شمال ختيځ ته يې د ننګرهار د نازيانو ولسوالي، غرب ته یې کوټ ولسوالي، شمال ته غني خېل، سوېل ته سپين غر او ده بالا ولسوالۍ پرتې دي.

دا ولسوالي ٣٥٠ کيلومتره مربع مساحت او شاوخوا ١٥٠زره زره نفوس لري چې ټول شینواري او د علیشېرخېلو قبیلو پښتانه دي. د دې سيمې ډېری وګړي په کرنه بوخت دی، پر خپلو ځمکو غنم، جوار، کچالو، پمبه، پياز او نور سبزي جات کري.

داعش ولې اچین د ځان لپاره وټاکله، څنګه او له کومه راغلل؟

داعش ته يوې نږدې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې پنځه کاله مخکې د پاکستاني ځواکونو لخ خوا د قبايلي سيمو په اورکزي او خيبر ايجنسيو کې د عملياتو له پيلېدو سره سم يو شمېر کورنۍ چې ډېری يې پاکستاني طالبان وو، له ډيورنډ پولې را واوښتې او په اچين کې ځای پر ځای شوې.

سرچينې زياته کړه، کله چې دوى دلته مېشت شول، مدرسې يې جوړې کړې، له ځايي خلکو او ځايي طالبانو سره يې اړيکې ښې کړې.

د نوموړي په وينا، د خيبر ايجنسۍ له تيرا څخه راغلي پاکستاني طالبان سلفيان وو او د وخت په تېرېدو سره د داعش له رامنځته کېدو سره سم دوى له داعش سره يو ځاى شول چې دغه کار د طالبانو تر منځ د اختلافاتو رامنځته کېدو لامل شو.

داعش ته نږدې ياد سرچينې وويل چې د دې ډلې د فعاليتونو او خوځښتونو په ډېرېدو سره د کونړ، نورستان او د ننګرهار له يو شمېر نورو سيمو سلفيان هم اچين ته ورغلل او په دې توګه اچين د داعش پر لوى مرکز بدل شو.

سرچينه وايي، داعش پلان درلود، له اچين څخه د سروبي او تګاب له لارو شمالي ولايتونو ته ځانونه ورسوي، خو د کورنيو او بهرنيو ځواکونو د عملياتو له امله يې دغه پلان له ځنډ او خنډ سره مخ شو.

هغه زياتوي، که څه هم د داعش يو شمېر مرکزي مشران ووژل شول، ځيني يې تيت و پرک او ورک شول، خو اوس هم په اچين کې فعال مرکزونه او روزنځايونه لري.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال وايي: ((اچين ځکه د داعش لپاره غوره شو چې د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې څخه په اسانۍ اکمالېدلی شول.))

د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد وايي چې په لومړي سر کې تر زرو ډېرې کورنۍ د ډيورنډ پولې له پورې غاړې راغلې وې چې وروسته يې ډېرې داعشي شوې.

هغه پژواک اژانس ته وويل، داعش غوښتل چې اچين خپل پټنځای او مرکز جوړه کړي، دا ولسوالۍ ونيسي او له دغه ځايه نورې سيمې په نښه کړي؛ خو ونه توانېدل، بلکې د پټڼځای پر ځای ورته پر هديره بدله شوه.

ولسوال وايي چې د ملي ځواکونو د برياليو عملياتو په پايله کې داعش ډله په دې ولسوالۍ کې ځپل شوې او سلګونه کورنۍ یې بېرته له ډيورنډ پولې پورې خوا اوښتي دي.

د اچين ولسوالۍ قومي مشر شال باچا شينواری وايي، اچين ځکه د جګړې او د داعش لپاره مرکزيت غوره شوی، چې دې ولسوالۍ ته د کرښې له هغې خوا په اسانۍ اکمالات کېدای شي.

نوموړي زياته کړه، د دې تر څنګ په دغه ځای کې د نا امنيو ډېرېدو لپاره پاکستان بل هدف دا درلود چې سيمه نا امنه شي او پاکستان مخې ته راشي خو بريالي نه شول.

هغه زياتوي، په ګوشتې او ورڅېرمه ولسوالۍ کې که څه هم مېشت مومند قوم په اتفاق دی خو بيا هم پاکستان توانېدلی چې هلته افغان خاوره لاندې کړي، خو په شينوارو کې پر دغه کار نه بريالی کېده؛ ځکه يې د اچين د ناامنه کېدو لپاره هځې وکړي.

دى وايي، اوس په سيمه کې داعش محدود شوی خو لا هم په ځينو لرو پرتو سيمو کې فعال دي او حکومت يې بايد پر وړاندې لا جدي شي.

د داعش ظلمونه

ځايي چارواکي وايي، داعش چې لومړى په ننګرهار ولايت کې فعاليتونه پيل کړل، نو دې لپاره چې خپل زور خلکو ته وښيي، د شينوارو ١٢ کسان چې پکې سپين ږيري هم شامل وو، پر بمونو والوځول. دغه راز دوى په کوټ، نازيانو او هسکې مينې ولسواليو کې هم يو شمېر کسان په دار وځړول، حلال کړل او په مرميو يې ووژل.

اچين؛ د جګړې مرکز

د شنونکو او چارواکو په باور، اچين چې له ډيورنډ کرښې سره په ګاونډ کې پرته ولسوالي ده، پر ونو پوښلي غرونه او سيمې يې د جګړې او وسله والو د پټنځای لپاره مناسب دي.

پوځي سرتېري د دې ولسوالۍ د امنيت لپاره په ورڅېرمه سيمو او ولسواليو کې عمليات کوي او مامند، پېخه او شډلې سیمې تر هوايي بریدونو لاندې راولي.

دا سيمې د داعش په ولکه کې دي؛ خو د پخوا په پرتله يې اوس پر وړاندې په ورڅېره سيمو کې د افغان پوځيانو او د پاڅون کوونکو پوستې پرتې دي.

تېر کال د وري په ۲۰مه د لومړي ځل لپاره داعش په دې ولسوالۍ کې تحرکات پيل کړل او د څه مودې له تېرېدو وروسته یې په خپلو خونړيو بريدونو سره د نړیوالو پام دې ولسوالۍ ته واړاوه.

د يادې ډلې له لوري په ډله ييزه توګه د څو قومي مشرانو پر بمونو الوځول، د ځينو کسانو [چې داعش د امارت اسلامي غړي بلل] سر پرېکول او د سلګونو خلکو برمته کونه او نيول د خبرونو سرټکي وو.

د ننګرهار اوسېدونکى او د چارو کارپوه جاوېد غفور وايي، هغه شمېر پاکستاني او افغان طالبان چې لومړی له داعش سره يو ځای شول، د اچين ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې مېشت وو.

د هغه په وينا، دوى په اسانۍ سره وکولی شول چې دغه سيمه ځان ته مرکز وګرځوي؛ ځکه د اکمالاتو لپاره ورته مناسبه سیمه وه.

غفور زياتوي چې په ننګرهار ولايت کې د بې کفايته چارواکو او د سيمې د يو شمېر اوسېدونکو له داعش سره عقيدوي اړیکې هم د دې لامل شول چې داعش پياوړى شي.

داعش په اچين کې د ځان له فعالولو وروسته د ننګرهار د شينوارو د نورو ولسواليو ځينې سيمې هم لاندې کړې؛ خو د اچين ولسوالۍ مقام ته د ورڅېرمه سيمو تر څنګ يې شاوخوا ۱۸ کلي تر خپلې ولکې لاندې راولستل.

د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکي او په ننګرهار کې د ازادۍ راډيو خبريال شاه محمود شينواري پژواک اژانس ته وويل: ((شينواري ځکه د داعش لپاره د مرکز په توګه غوره شول چې لومړی دا سيمه وزيرستان ته نږدې ده، يانې په اسانۍ سره د کرښې له هغې خوا اکمالېدلی شي او دويم د شينوارو له خپلمنځي اختلافاتو نه داعش ګټه پورته کړه او دلته يې سر راپورته کړ.))

د داعش پر ضد عمليات

د ننګرهار د ملي امنيت رييس جنرال دادمحمد حريفي وايي: ((داعش غوښتل اچين ونيسي او له هغه ځايه پر جلال اباد ښار بريدونه منظم کړي؛ خو ونه توانېدل.))

هغه پژواک اژانس ته وويل چې زرګونه اپريدي او اورکزي له وزيرستانه د داعش په جامه کې دېخوا اچين ته را واوښتل او سيمې يې ونيوې، خو د ولسوالۍ پر نيولو بريالي نه شول.

تېر کال له همدې ورځو شپو وروسته (غويي مياشت) داعش ډلې په اچين کې د ده سړک، پېخې نرګُسه، شډل بازار او ميدانک په ګډون ۱۸ کلي ونيول او جګړې يې پيل کړې.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين وايي چې د تېر کال د سلواغې په مياشت کې ياد کلي د داعش له منګلو پاک شول.

د هغه په وينا، د سيمې د امنيت لپاره د دغو کليو په بېلابېلو سيمو کې د زرو په شاوخوا کې پاڅون کوونکي ځای پر ځای شول چې پر امنيت يې ښه اغېز لرلی دی.

د پوځي چارو کارپوه محمدانور سلطاني وايي چې اصلاً ستونزه د قومي مشکلاتو له امله راپيدا شوه؛ څو کاله مخکې په شينوارو کې دوو لویو قومونو (سه پای او عليشېرخېل) پر ځمکو لانجې پيل کړې.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دا جنجالونه د يوه او بل قوم د کمزوري کېدو لامل شول او ځينو قومي مشرانو يې وسله والو ته لاس ورکړ.

دى وايي، کله چې په سيمه کې خپلمځني ستونزې دوامداره شوې نو د داعش لپاره په اچين کې د ځای پر ځای کېدو ښه زمينه برابره شوه. بله دا چې دا ولسوالي د خيبر ايجنسۍ له تېراه سره نږدې پرته ده او له پاکستانه په اسانۍ اکمالات کېدای شي؛ نو ځکه په کې د وسله والو لپاره پڼځايونه غوره شول.

د سلطاني په وينا، اوس په دې ولسوالۍ کې د داعش ځالې شته او په جدي ډول عملياتو ته اړتيا شته چې دا ډله په کې له منځه يوسي.

مرګ ژوبله

د شينوارو په ولسواليو کې د داعش، طالبانو او حکومتي سرتېرو تر منځ جګړې پای ته نه دي رسېدلې، خو د چارواکو په باور تر پخوا کمې شوې دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل چې د شينوارو په جګړو کې يې د داعش سلګونه وسله وال وژلي او تر دې ډېر يې ټپيان کړي دي.

د اچين ولسوال حاجي غالب بيا وايي: ((په اچين کې د ځمکني او هوايي عملياتو په ترڅ کې ۵۷۰ داعش وسله وال وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي. همدا شان ۶۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان شوي دي.))

ولسوال زياتوي چې د اچين په جګړو کې لسګونه امنيتي سرتېري هم وژل شوي او ټپيان شوي دي خو د ده په ګډون حکومتي چارواکي د دغو تلفاتو کره شمېر نه ښيي.

د ولي خان په نوم د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د اچين په جګړو کې د داعش په ګډون ډېر سرتېري هم وژل شوي دي.

دى وايي: ((د سرحدي پوليسو د يوه کنډک د قوماندان په ګډون په لسګونه سرتېري د داعشيانو له لوري ووژل شول، ځيني يې په پوستو کې له نيولو سره ووژل او له ځينو يې سرونه پريکړل.))

بې ځايه شوې کورنۍ

د شينوارو په ولسواليو کې د جګړو له پيلېدو را وروسته له ۳۰زره ډېرې کورنۍ بېځايه شوې او په نورو سيمو کې مېشتې شوې دي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزى وايي: ((د جګړو له امله د شينوارو ۳۴۵۹۰ کورنۍ بېځايه شوي چې ۱۸۴۸۶ کورنۍ يې د اچين ولسوالۍ اړوندې دي.))

هغه وايي چې تر اوسه يې له ۲۰زره بېځايه شوو کورنيو سره مرستې کړې او دا لړۍ روانه ده او يو شمېر يې بېرته ستنې شوې دي.

د اچين اوسنی وضعيت

د يوه خونړي کال له تېرېدو وروسته اوس د اچين ورځنی حالت بېرته نسبي عادي شوی دی.

د اچين ولسوال حاجي غالب وايي چې د مامندو او شډلې بازار لرې پرتې سيمې د داعش تر نفوذ لاندې دي خو نور يې له نفوذه وتلې دي.

هغه زياتوي: ((موږ په سيمه کې پوستې ډېرې کړې، د افغان او بهرنيو پوځيانو هوايي بريدونه ډېر ګټور دي، وسله وال يې له ستونزو سره مخ کړي دي، په څانګړي ډول د بې پيلوټه الوتکې بريدونه.))

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل: ((موږ په اچين کې څو غټې غونډې درلودې، د ننګرهار والي او چارواکي څو ځلي سيمې ته ورغلل او له ولسونو سره يې د امنيت په تړاو ناستې وکړې.))

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت مشرقيوال وايي چې د اچين وروستي عمليات بريالي وو او په سيمه کې يې امنيت ته زمينه برابره کړه.

تر دې مخکې د ننګرهار امنيه قوماندان او د ملي امنيت رييس ويلي وو چې په اچين او د شينوارو په نورو ولسواليو کې به يې وخت ناوخته پوځي عمليات دوام ولري.

خو د سيمې خلک لا هم دغلته د وسله والو له شتونه او د کرښې له هغې خوا يې د اکمالېدو په تړاو اندېښمن دي او وېره لري چې داعش بيا سره متحرک نه شي، شينواري بې کوره او بېځايه نه کړي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.