ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې ځينو غړو ددفاع وزارت او ملي امنيت د سرپرستانو پر ګومارلو نيوکه وکړه

د مشرانو جرګې ځينو غړو ددفاع وزارت او ملي امنيت د سرپرستانو پر ګومارلو نيوکه وکړه

author avatar
8 May 2016 - 18:12
د مشرانو جرګې ځينو غړو ددفاع وزارت او ملي امنيت د سرپرستانو پر ګومارلو نيوکه وکړه
author avatar
8 May 2016 - 18:12

 کابل (پژواک، ١٩ غويى ٩٥): د مشرانو جرګې يو شمېر غړو ددفاع او ملي امنيت نوو سرپرستانو په ګومارلو نيوکه وکړه او جرګې پرېکړه وکړه چې د کورنيو چارو وزير به د جرګې يوه غړي ته د سپکاوي او توهين په تړاو استجواب کړي.

درې ورځې وړاندې د جلا فرمانونو له مخې،  ډګرجنرال عبدالله خان د ملي دفاع وزارت د ستردرستيز رييس ارکان د ملي دفاع وزارت سرپرست په توګه او محمد معصوم ستانکزى د ولسشمر سلاکار وزير او په ورته وخت کې د ملي امنيت لوى رياست سرپرست په توګه په دندو وګومارل شول.

معصوم ستانکزى تېرکال  په چنګاښ مياشت کې د دفاع سرپرست وزير په توګه ولسي جرګې ته وروپېژندل شو؛ خو د باور رايه يې تر لاسه نه کړه، نوموړى له هغه وروسته ددې وزارت سرپرست په توګه وټاکل شو.

ټاکل شوې ده چې معصوم ستانکزى د ملي امنيت لوى رياست ته او ډګرجنرال عبدالله خان د ملي دفاع وزارت ته د نوماندانو په توګه ولسي جرګې ته د باور رايې ترلاسه کولو لپاره ورمعرفي شي.

د سرپرستانو په توګه يادو ادارو ته د دووکسانو ګومارل، د مشرانو جرګې د نن ورځې د ازاد بحث موضوع وه.

 د مشرانو جرګې غړي شېرمحمد اخندزاده د جرګې نننۍ غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست په توګه د عبدالله خان پر ګومارنې نيوکه وکړه.

نوموړي د اسنادو له وړاندې کولو پرته ادعا وکړه :" عبدالله خان د پاکستان استخباراتو ته يو نږدې کس دى او پراخ فساد کې ښکېل دى، د طالبانو او مجاهدينو په رژيمونو کې يې د پېژندوال په توګه کار کړى دى."

شېرمحمد وويل چې د ملي دفاع سرپرست وزير ته د باور رايې ورکول، ددې ملت په حق کې جفا ده.

ددې جرګې بل غړي افضل شامل پر يادو سرپرستانو د نيوکې ترڅنګ وويل :" ددې څېرو معرفي کول جفا ده او له ولسي جرګې مو دا غوښتنه ده څو دوى ته د باور رايه ور نه کړي."

دې جرګه کې د زابل خلکو استازي زلمي زابلي وويل :" که ولسي جرګه دوى ته د باور رايه هم ورکړي،مشرانو جرګه (سنا) به يې ملاتړ  و نه کړي؛ ځکه هغوى په ملي خيانت تورن دي."

 نوموړي زياته کړه :" ستانکزى چې کله د سولې عالي شورا د دارالانشا غړى و، له سفارتونو څخه به يې معاشونه ترلاسه کول او د سلګونو پروژو پيسې يې جيبونو ته اچولې دي."

هغه وويل :" تاسو خامخا خبرياست چې د عبدالله خان په نوم يو تن د دفاع سرپرست وزير په توګه ټاکل شوى چې څه موده پېژندوال و، داسې کارونه يې کړي  چې د ملي ګټو خلاف ګڼل کېږي؛ که د ولسي جرګې له لوري تاييد هم شي، موږ يې ملاتړ نه کوو."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.