ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حیات: له مخالفینو سره تر سولې کولو مخکې باید نظام کې د هغې خنډونه لرې شي

حیات: له مخالفینو سره تر سولې کولو مخکې باید نظام کې د هغې خنډونه لرې شي

author avatar
9 May 2016 - 17:04
حیات: له مخالفینو سره تر سولې کولو مخکې باید نظام کې د هغې خنډونه لرې شي
author avatar
9 May 2016 - 17:04

لښکرګاه (پژواک، ٢٠ غويی ٩٥): د هلمند والي وايي له وسله والو مخالفينو سره تر سولې کولو وړاندې بايد په حکومت کې دننه هغه خنډونه له منځه يو وړل شي چې د سولې د راتګ مخه يې ډپ کړې ده.

د هلمند والي حیات الله حیات دغه څرګندونې د غويي په ٢٠مه په لښکرګاه ښار کې د سولې په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

هغه وويل د حکومت له پاليسۍ سره سم چمتو دى چې له وسله والو مخالفينو سره سوله وکړي خو لومړی بايد په حکومت کې دننه د سولې پر وړاندې شته خنډونه له منځه يو وړل شي.

ده وويل: ((اول بايد په حکومت کې دننه سولې ته زمينه برابره شي، قانون پلی شي، اداري فساد له منځه يو وړل شي، عدالت پلى شي او په حکومت کې د روانو ظلمونو مخه ونيول شي.))

د حيات په وينا، ډېرى خلک د دولت په داخل کې د وحشت، ظلم او بې عدالتيو له امله د سولې له پروسې او دولت سره له يو ځاى  کېدو څخه ډډه کوي.

هغه وايي چې په دغه نظام کې ډېر وخت د مظلوم غږ نه دی اورېدل شوی او کار هم د هغه اهل ته نه دی سپارل شوى.

خو حيات پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې نور له جګړې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره يو ځاى شي تر څو افغانستان د پرديو له لاسوهنو خلاص شي.

په دې غونډه کې د هلمند د سولې عالي شورا د  ولايتي کمېټې مشر فضل باري فياض وويل چې يواځې سوله کولاى شي افغانستان له روانو نا خوالو وژغوري.

هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل: ((حکومت ته هم پخ کار ده چې په دې برخه کې ځيني اسانتياوې رامنځته کړي ځکه په مخالفينو کې هم ډير کسان له جګړې ستړې شوي دي او نوره سوله غواړي.))

په دې غونډه کې د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخند زاه وویل چې نړيوال په افغانستان کې د سولې پر ځاى د جګړې دوام غواړي.

ده وويل چې په هېواد کې د روانو جګړو له امله په تېرو کلونو کې سلګونه عام کسان ووژل شول او يو شمېر نورو هېوادونو ته کډوال شول خو جګړه لا هم دوام لري.

دغه راز ديني عالم مولوي مهردل وويل چې يواځې د افغانانو تر منځ يووالى کولاى شي هېواد ته سوله راوړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.