کندهار(پژواک،٢٠غويى٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د يوه هوايي بريد په پايله کې ١٦ تنه بهرني او کورني وسله وال وژل شوي دي.
دغه بريد د افغان هوايي ځواکونو له خوا د کندهار او هلمند پر پوله د ميوند ولسوالۍ په بند تېمور سيمه کې شوى دى.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، پر يادو شويو وسله والو هغه مهال هوايي بريد وشو چې له هلمند څخه کندهار ته را اوښتي وو او غوښتل يې د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريد و کړي.
هغه زياتوي، په دې بريد کې ١٦ تنه وسله وال وژل شوي چې ١٤ تنه يې د لشکر طيبه غړي، وزيرستانيان او پنجابيان او دوه نور يې د سيمې وسله وال طالبان وو.
د ده په خبره، په دې بريد کې د وسله والو يو شمېر وسايط، وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
نوموړي يادونه وکړه چې دغه هوايي بريد د دقيقو کشفي معلوماتو پر بنسټ تر سره شوى او نور چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.
د ميوند ولسوال حاجي عبيدالله هم پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د بهرنيو او کورنيو وسله والو مخالفينو په وژل کېدو پر امنيتي پوستو د بريدونو مخنيوى کړى دى.
دى وايي د يادې شوې ولسوالۍ د بند تېمور سيمه د هلمند له سنګين ولسوالۍ سره نږدې پرته ده چې نه يواځې وسله وال مخالفين په کې فعاله دي، بلکې د نشه يي توکو د قاچاق مهمه سيمه او لاره ده.
بل خوا په شاوليکوټ ولسوالۍ کې هم د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات دوام لري او لا هم د کندهار- اروزګان لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
دغه لار دوه اوونۍ مخکې هغه مهال د وسله والو طالبانو له لوري د ماينونو په وسيله بنده کړاى شوه چې د لارې په اوږدو کې يې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل او يو شمېر پوستې سقوط شوې.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، امنيتي ځواکونو نن پر دغه لاره ٧ کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړي او د لارې د پاکولو په موخه پيل شوي عمليات لا دوام لري.
دى وايي، د کندهار- اروزګان د لارې له نيمايي ډېره برخه له ماينونو پاکه شوې او يواځې درېيمه برخه يې پاتې ده چې په ماينونو پوښلې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن