ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور پر تيورې ولسوالۍ د طالبانو بريد پر شا وتمبول شو

د غور پر تيورې ولسوالۍ د طالبانو بريد پر شا وتمبول شو

author avatar
9 May 2016 - 14:35
د غور پر تيورې ولسوالۍ د طالبانو بريد پر شا وتمبول شو
author avatar
9 May 2016 - 14:35

فېروزکوه (پژواک،٢٠ ثور ٩٥): په غور کې سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت پر تيورې ولسوالۍ د طالبانو پراخ بريد له ماتې سره مخ شوى؛ خو د غور لپاره د طالبانو والي هڅه کوي څو خپل کسان پر پسابند ولسوالۍ د بريد لپاره چمتو کړي.

د غور والي ناصر خاضع پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو له لوري دغه ولايت ته  د نوي نومول شوي والي مولوي تيمور لسګونه کسانو د تېرې شپې شاوخوا يوه بجه پر تيورې ولسوالۍ د سپکو او درنو وسلو بريد وکړ.

نوموړي زياته کړه چې د طالبانو موخه د تيورې ولسوالۍ نيول و؛ خو د دې ولسوالۍ امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او له څلورو ساعتونو نښتې څخه وروسته طالبان تېښتې ته اړ شول.

د غور والي وويل چې په دې جګړه کې ٧ طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي، يو پوليس هم ټپي شوى دى.

خاضع وويل: "دا مهال په سيمه کې وضعيت سم دى، نن سهار مو د ملي اردو چورلکو په مرسته دې ولسوالۍ ته امکانات او تجهيزات واستول او دا ولسوالۍ مو اکمال کړه."

نوموړي زياته کړه چې د غور لپاره د طالبانو له لوري نوى نومول شوى والي هڅه کوي څو خلک له طالبانو څخه ملاتړ ته وهڅوي؛ خو دا هڅې تر دې دمه بې پايله وې.

د تيورې ولسوال عبدالظاهر تميم د ټيلېفون په کرښه پژواک خبري اژانس ته وويل  د طالبانو له لوري غور ولايت ته نوى نومول شوى والي مولوي تيمور، پخوا په هلمند کې د طالبانو پوځي مسوول و.

نوموړي د دغه مطلب په څرګندولو سره چې په تيوره ولسوالۍ کې يوازې پوليس شتون لري؛ خو خلک له امنيتي ځواکونو سره همکار دي، وويل چې د طالبانو نوى والي هڅه کوي څو خپل اړوند کسان پر پسابند ولسوالۍ د بريد لپاره چمتو کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.