ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږو سيمه ييزو پوليسو او پنځو وسله والو ته مرګ  ژوبله اوښتې

شپږو سيمه ييزو پوليسو او پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
10 May 2016 - 12:03
شپږو سيمه ييزو پوليسو او پنځو وسله والو ته مرګ  ژوبله اوښتې
author avatar
10 May 2016 - 12:03

جلال اباد، محمود راقي (پژواک،۲۱غويی ۹۵): د ننګرهار ، کاپيسا او لغمان په ولايتونو کې د بېلا بېلو نښتو پر مهال شپږو سيمه ييزو پوليسو او پنځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غويي په ۲۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ماښام ناوخته وسله والو طالبانو د الينګار ولسوالۍ د ميدانو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريد وکړ.

هغه زياته کړه: (( په دې نښته کې د فدايي په نوم د يوه طالب ډلمشر په ګډون درې وسله وال او څلور سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.))

د ځواک په وينا، وسله والو طالبانو پر دې پوستو ډله ييز بريد کړی و، چې د سيمه ييزو پوليسو مرستې ته د امنيه قوماندان په ګډون سرتېري ورغلي وو او دوه ساعته يې سره جګړه کړې ده.

د ده په خبره ، په دې نښته کې عامو خلکو ته مرګ  ژوبله نه ده اوښتې.

اخوا د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال وايي چې تېره شپه د سره رود ولسوالۍ د خيراباد سيمه کې د نښتې پر مهال دوه وسله وال وژل شوي او يوه مېرمن ټپي شوې ده.

مشرقيوال وايي: ((پوليس پر ګزمه بوخت وو چې له وسله والو سره يې نښته رامنځ ته شوه ، دوه طالبان په کې ووژل شول او يوه مېرمن د وسله والو پر ډزو ټپي شوه.))

هغه وايي چې په دې جګړه کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د امنيې قوماندانۍ وياند زياتوي، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال يو شکمن وسله وال هم نيولی دی.

د يو بل خبر له مخې په کاپيسا ولايت کې دوه پوليس د خپل بل پوليس ملګري لخوا وژل شوي دي.

د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته په تګاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړې چې د يوې پوستې پوليس له وسله والو مخالفينو سره اړيکې لرلې او د هغوى په مرسته يې خپل دوه ملګري وژلي اوبيا وسله والو ته  ور تښتېدلى دى.

خو د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي شاه اغا پژواک اژانس ته وويل چې په دې بريد کې د دوو وروڼو په ګدون درې پوليس وژل شوي دي.

د هغه په  وينا، وژل شوي پوليس د تګاب و لسوالۍ د شکوټ سيمې اوسېدونکي وو.

وسله والو طالبانو تراوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي. 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.