ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د پکتیکا په جاني خېلو کې دوه پولیس په دار ځړولي

طالبانو د پکتیکا په جاني خېلو کې دوه پولیس په دار ځړولي

author avatar
10 May 2016 - 15:38
طالبانو د پکتیکا په جاني خېلو کې دوه پولیس په دار ځړولي
author avatar
10 May 2016 - 15:38

ښرنه (پژواک، ٢١ غويی ٩٥): وسله والو طالبانو د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې دوه ملي پوليس په دار ځړولي دي.

د پکتيکا سرپرست امنيه قوماندان سمونوال دادالله خان د غويي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو په جاني خېلو ولسوالۍ دوه پخواني پوليس اعدام کړي دي.

هغه وايي: ((دغه دواړه کسان پوليس وو خو اوس يې له موږ سره دنده نه درلوده او څه وخت وړاندې يې کار پرېيښې و.))

دغه راز د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې درې ورځې وړاندې وسله  والو طالبانو دوه پوليس چې کور ته وران وو، د ګواشتې په سيمه کې نيولي وو.

هغه وايي چې وسله والو طالبانو ياد کسان نن سهار د جعفر په سيمه کې په عام محضر کې په دار وځړول.

د پوليسو يوې سرچينې پژواک ته وويل چې دوه ورځې وړاندې پوليسو د يوه تکتيکي بريد په ترڅ کې ٦ وسله وال طالبان چې د کوچيانو جامې یې پر ځان وې، ووژل.

هغه وايي چې طالبانو هم د خپلو يادو کسانو په بدل کې دغه پوليس تر نيونې وروسته اعدام کړل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د حکومت له لوري په کابل کې د وسله والو طالبانو په ګډون شپږ تنه اعدام شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.