ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شبرغان- سرپل پر لويه لار د امنيتي پوستو د جوړېدوغوښتنه وشوه

د شبرغان- سرپل پر لويه لار د امنيتي پوستو د جوړېدوغوښتنه وشوه

author avatar
11 May 2016 - 16:25
د شبرغان- سرپل پر لويه لار د امنيتي پوستو د جوړېدوغوښتنه وشوه
author avatar
11 May 2016 - 16:25

شبرغان ښار (پژواک، ٢٢ غويى ٩٥): د شبرغان- سرپل لويې لارې يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په چاڼ شوو ساحو کې بايد امنيتي پوستې جوړې شي، څو د طالبانو د بيا را ستنېدو مخنيوى وکړي.

د پلخمري ښار د جګدلک کلي اوسېدونکي عبدالغفار خپل کلي ته د امنيتي ځواکونو په بيا ورتګ خوښي څرګنده کړه او ویې ويل چې اوس يې په سيمه کې امنيت راغلى او په عادي توګه ژوند کوي.

نوموړي د څو ورځو وړاندې نا امنيو ته په اشارې وويل: ((طالبان  د استوګنې له کورونو پر امنيتي ځواکونو ډزې کولې، وروسته به د دواړو لورو تر منځ نښتې پيل شوې، اوس وضعيت ښه دی، له دولت مو غوښتنه دا ده چې په نيول شوو سيمو کې پوستي جوړې کړي، څو طالبان بېرته د دوى کليو ته راستانه نه شي.))

د منګوټي کلي يوه اوسېدونکي عين الدين هم د تازه چاڼ شوې سيمې شبرغان- سرپل د لويې لارې امنيتي وضعيت د قناعت وړ ونه باله او ويې ويل چې د پوځي ځواکونو له راتګ وړاندې خلکو د امينتي وضعيت په اړه اندېښنه درلوده؛ خو اوس د خلکو اندېښنه لرې شوې ده.

نوموړي زياته کړه: ((له عمليات دوې شپې تېرېږي او د امنيتي ځواکونو منسوبين له خلکو سره ښه چلند لري، وضعيت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوى، خو بايد د تلپاتې امنيت لپاره زموږ په سيمو کې پوستې جوړې شي چې طالبان بېرته را ستانه نه شي.))

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي همدارنګه له اقتصادي وضعيت او بېوزلۍ نه شکايت کوي او وايي چې خلک له ټولنيزو او  اقتصادي ستونزو سره مخ دي او بايد د امنيت د خوندي کولو ترڅنګ اقتصادي، ټولنيزو، روغتيايي، پوهنيزو او ترانسپورټي برخو ته هم کلکه پاملرنه وشي.

د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي د شبرغان- سرپل لويې لارې له اوسېدونکو سره په ليدنه کې وويل چې امنيتي ځواکونه په ساحه کې ځاى پر ځاى شوي او دا سيمه به پرېنږدي.

هغه زياته کړه، خلکو ته بايد ډاډ ورکړل شي چې دا سيمې به بيا د دښمنانو په ځالو بدلې نه شي.

نوموړي وويل چې  په دې سيمو کې امينتي پوستې جوړوي او خلک دې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

والي همدارنګه وويل چې ډېر ژر به د شبرغان- سرپل سړک د پخېدو کار پيل شي او خلک بايد د سيمو په پراختيا او بيا رغونه کې همکاري ولري.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې پر دغه لويه لاره د  ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ پراخ عمليات تر سره شول چې په پايله کې يې ٤٠ کلي د وسله والو مخالفينو له شتون پاک شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.