فراه (پژواک، ۲۲غويی ۹۵): هغه پنځه کسان چې پنځه ورځې وړاندې د فراه په پشت کوه ولسوالۍ تښتول شوي وو، بېرته خوشې کړی شول.
د پشت کوه ولسوال عزت الله عزت د غويي په ٢٢مه پژواک خبری اژانس ته وويل چې پنځه ورځې وړاندې پنځه تنه د پشت کوه ولسوالي د کلاته اخندا په سيمه کې د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوي وو.
هغه زياته کړه چې تښتول شوي ټول د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې د ايران پر سرحد د ميل ۷۸ سوداګريز بندر کې د سوداګرو کارکوونکي وو.
ده وويل: "سړي تښوونکي د تښتول شوو کسانو له کورنيو څخه د پيسو غوښتنه کړې وه، خو ورته پيسې نه دې ورکړل شوې."
عزت زياتوي، دغه کسان د پشت کوه ولسوالۍ د پراختيايي شورا او قومي مشرانو په منځګړتوب تېر ماښام د همدې ولسوالۍ د اور انجيران په غرونو کې پيدا او خوشې کړی شول.
هغه وايي چې انسان تښتونکي له سيمي تښتېدلي چې ځيني وسله وال طالبان هم په کط شته.
خو د پشت کوه ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکی منصور بيا وايي چې ياد کسان د طالبانو په مرسته خوشي شوي دي.
منصور وايي چې وسله والو طالبانو اته انسان تښتوونکي هم نيولي چې په اړه به يې د طالبانو کمېسيون پرېکړه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن