لومړى تعقيب- جلال اباد (پژواک، ٢٣ غويى ٩٥): د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ کلينيک ته نږدې په يوه ځانمرګي بريد کې د پوليسو قوماندان وژل شوى او لس تنه نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې وشو.
هغه زياته کړه چې سيمه ييزو پوليسو ځانمرګى بريدګر پېژندلى و او کله يې چې د تلاشۍ لپاره درولى و، نو هغه ځان ته چاودنه ورکړه.
مشرقيوال وايي چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او شپږ نور ټپيان شوي دي.
خو د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال وايي چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى، د ملکي وګړو او پوليسو په ګډون ١٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
د عبدالقيوم په نوم د غني خېلو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه کلينيک ته نږدې د پله سر په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې د پوليسو تر څنګ ښايي ملکي کسان هم ټپيان شوي وي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن