ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فرهاد: په شينډنډ کې ٣٥ وسله وال طالبان وژل شوي

فرهاد: په شينډنډ کې ٣٥ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
12 May 2016 - 15:50
فرهاد: په شينډنډ کې ٣٥ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
12 May 2016 - 15:50

هرات ښار (پژواک، ٢٣ غويى ٩٥): د هرات ځايي چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د نښتو په ترڅ کې ٣٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ٤٠ نور ټپیان شوي دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د وسله والو طالبانو يوې ډلې د شينډنډ ولسوالۍ د نيولو په موخه د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړ چې نښته د شپې تر ناوخته روانه وه.

د فرهاد په خبره، دغه نښتې د شينډنډ ولسوالۍ په چهار کلا او سنګستان ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې په پايله کې يې ٣٥ وسله وال طالبان ووژل شول او ٤٠ نور ټپیان شول.

هغه همدارنګه وويل چې په دې نښته کې افغان امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى.

نوموړي زياته کړه چې د طالبانو څو لېږدوونکې وسيلې، يو زرهي موټر او يوه اندازه جنګي مهمات هم په نښته کې له منځه تللي دي.

په ورته وخت کې د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکو پژواک ته وويل چې نښته پرون مازديګر پيل شوه چې د شپې تر نيمايي پورې روانه وه.

د شينډنډ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد ناصر پژواک ته وويل: ((په همدې تېرو دوو ورځ کې څو ځله طالبانو بريد وکړ، خو پرونۍ نښته ډېره سخته وه.))

د شينډنډ ولسوالۍ بل اوسېدونکي عزيزاحمد پژواک ته وويل: ((لومړى د ملا کامران او ملا ننګيالي تر منځ جګړه وشوه، وروسته له امنيتي ځواکونو سره ښکېل شول.))

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د شينډنډ ولسوالۍ د هرات ښار په ١٢٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري چې په وروستيو څو مياشتو کې په کې څو ځلي د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ پراخې نښتې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.