ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو تر ٢٠٢٠ کال پورې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي

ناټو تر ٢٠٢٠ کال پورې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي

author avatar
12 May 2016 - 15:38
ناټو تر ٢٠٢٠ کال پورې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي
author avatar
12 May 2016 - 15:38

کابل (پژواک، ٢٣ غويى ٩٥): ناټو اعلان وکړ چې تر ٢٠٢٠ زېږديز کاله پورې به د افغان ملي ځواکونو مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي.

په بروکسل کې د ناټو سازمان له مرکزي دفتره د غويي په ٢٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اعلان پرون د ناټو سازمان له خوا د افغان ملي ځواکونو د وجهي صندوق په اړه په يوه ځانګړې ناسته کې شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې په ٢٠١٢ کال کې د ناټو د شيکاګو په سرمشريزه غونډه کې  نړيوالې ټولنې له  افغان ملي ځواکونو سره د دوامداره مالي ملاتړ ژمنه کړې او دغه وجهي صندوق په همدې موخه جوړ شوى دى.

د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ پرونۍ غونډې ته ويلي چې له افغان ملي ځواکونو سره د مرستو وجهي صندوق د ناټو د دوامداره ژمنو او همکاريو بېلګه ده.

هغه زياته کړې: ((له افغان ځواکونو سره د دوامداره مالي مرستو پرېکړه او اعلان او د ناټو د راتلونکې وارسا سرمشريزې او ورپسې د اروپا د پرمختيايي غونډو لپاره ډېره مهمه ده.

د نوموړي په وينا، يادې دواړه غونډې د افغانستان د امنيت او پرمختګ لپاره ډېرې مهمې او حياتي دي.

د ناټو سازمان سرمنشي ويلي چې اوس به دوى دوه مياشتې د ناټو د وارسا په سرمشريزه غونډه کې په اسانه  پرېکړه او اعلان وکړي چې دغه سازمان به تر ٢٠٢٠ زېږديز کاله پورې د افغان ملي دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي.

سټولټنبرګ ويلي، تېر کال په ډسمبر مياشت کې د ناټو د ٢٨ غړو او همکارو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د خپلو هېوادونو په استازيتوب له افغان ځواکونو سره د دوامداره مالي ملاتړ ژمنه ورکړې وه.

د يادونې ده، په پرونۍ غونډه کې د امريکا او د افغانستان د ماليې وزارت استازو هم برخه اخيستې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.