جلال اباد (پژواک، ۲۴ غویی ۹۵): د تورخم دروازه ترڅلور ورځو بندیدو وروسته د غویي په ۲۴مه، مازیګر مهال د خلکو او موټرو پر وړاندې شوه.
دا دروازه څلور ورځې مخکې هغه مهال د پاکستانیو لخوا وتړل شوه، کله چې افغان ځواکونو به صفري نقطه کې د پاکستانیو ځواکونو د تاسیساتو جوړولو او ازغن تار د لګولو مخه ونیوله.
د ننګرهار د والی ویاند عطاء الله خوږیاڼي د غویي په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د تورخم دروازه د دواړو هیوادودونو ترمنځ د دیپلوماتیکو خبرو اترو له لارې پرانستل شوه.
هغه زیاته کړه، چې د یادې لارې د پرانستلو له امله د پاکستان له لوري هیځ ډول شرط نه دی کیښودل شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې پاکستانیو ځواکونو د ځینو شرطونو په بدل کې د دروازې د خلاصولو وړاندیز کړی و.
بلخوا په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی ډاکټر عمر زاخیلوال نن په د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف سره لیدلي او هغه سره یې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د تورخم دروازې په اړه هم خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې جنرال راحیل شریف دا غوښتنه ومنله او اړوندو چارواکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې ژر تر ژره د تورخم پوله پرانستل شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن