مزارشريف(پژواک،٢٤غويي٩٥): د بلخ ولايت په کشندې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونه او طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
د بلخ ولايت امنيه قوماندان پاسوال سيدکمال سادات د غويي٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تيرو دريو ورځو راهيسې په کشندې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
هغه وايي: (( د کشندې ولسوالۍ د خلکو د شکايتونو په اساس په دې ولسوالۍ کې درې ورځې وړاندې د بلخ د والي صاحب په رهبرۍ عمليات پيل شوي دي.))
هغه وايي چې عملياتو کې تر اوسه له لسو ډير طالبان وژل شوي، اووه يې ژوندي نيول شوي او يو شمير نور يې ټپيان دي.
سادات وايي چې اوس هم په دې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات روان دي.
وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
دې ډلې په خپله انټرنيټ پاڼه کې ليکلي چې د بلخ په کشندې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
سرچينه ليکي چې په دې جګړه کې تر اوسه د دوو قوماندانو په ګډون پنځه امنيتي سرتيري وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.
طالبان هم وايي چې د افغان امنيتي ځواکونو د جګړې رهبري د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور کوي.
کشندې د بلخ ولايت له لرو پرتو ولسواليو څخه ده چې د مزارشريف ښار سويل لورته موقعيت لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن