ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نادعلي په ځانمرګي بريد کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د نادعلي په ځانمرګي بريد کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
14 May 2016 - 09:21
د نادعلي په ځانمرګي بريد کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
14 May 2016 - 09:21

لومړى تعقيب- لښکرګاه (پژواک، ٢٥ غويى ٩٥): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د روزنې پر اکاډمۍ شوي ځانمرګي  بريد کې ٤ کسان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د نادعلي ولسوالۍ په دوراهي سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر اکاډمۍ وشو.
 

هغه زياته کړه چې ځانمرګي بريدګر د فيلډر موټر په وسيله بريد کړى چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره يې ونه ښوده.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې دوه پوليس وژل شوي، درې پوليس او دوه  د ښوونځي شاګردان ټپيان شوي دي.

خو د يادې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې په دغه بريد کې درې پوليس وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، وژل شوي او ټپي پوليس ټول د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د يادې چاودنې له امله د پوليسو په اکاډمۍ کې ګڼ ملکي او پوځي موټر او د ودانۍ ډېره برخه ويجاړ شوي دي.

دغه راز د يادې اکاډمۍ تر څنګ يو ښوونځى هم شته چې هغه هم زيانمن شوى دى.

د دغه ښوونځي مدير عبدالصبور پژواک اژانس ته وويل چې د چاودنې له امله دوه زده کوونکي ټپیان شوي او د ښوونځي د ودانۍ ټولې ښيښې او کړکۍ ماتې شوې دي.

په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له يادې پېښې ورته ١٣ ټپيان ور وړل شوي وو، خو يو ټپي په روغتون کې ساه ورکړه.

د ګل احمد په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې ځانمرګي بريدګر د سيمه ييزو پوليسو جامې اغوستې وې او له چاودېدونکي توکو ډک موټر يې اکاډمۍ ته دننه کړ او چاودنه یې ورکړه.

هغه زياتوي چې تر چاودنې وروسته هرې خوا ته مړي او ټپيان پراته وو، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.