ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټوتاپ د لېږد پر مسير جنجالونو د وکیلانو متفاوت غبرګونونه راپارولي

د ټوتاپ د لېږد پر مسير جنجالونو د وکیلانو متفاوت غبرګونونه راپارولي

author avatar
14 May 2016 - 13:39
د ټوتاپ د لېږد پر مسير جنجالونو د وکیلانو متفاوت غبرګونونه راپارولي
author avatar
14 May 2016 - 13:39

کابل (پژواک، ٢٥ غويى ٩٥): د ولسي جرګې يو شمېرغړو د باميانو له لارې د برېښنا د لېږد پروژې "ټوټاپ" د تېرولو له موضوع د ملاتړ په توګه د ولسي جرګې ناسته پرېښوده، خو د جرګې ځينو غړو د هغوى پر دغه اقدام د نيوکې ترڅنګ وويل چې دا موضوع بايد قومي نه شي.

ټوټاپ د ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان د برېښنا پروژه ده چې د افغانستان له لارې پاکستان ته  غځول کېږي. بغلان ولايت ته ددې پروژې لېږدل او له هغه ځايه له کابل سره نښلول هم د پروژې يوه برخه ده.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت په داسې حال کې چې له بغلان ولايته د سالنګ له لارې کابل ته د دې برېښنا د لېږد طرحې پر پلې کېدو ټينګار کوي خو ځيني نور معترضين غواړي چې دا پروژه دې د سالنګ پر ځاى د باميانو له لارې چې هزاره مېشتى ولايت دى، پلې شي.

د اوبو او انرژۍ وزير ويلي چې د سالنګ مسير د باميانو په برتله لنډ دى او جوړېدل يې کم وخت نيسي.

د هغه په خبره، ټاکل شوې چې د باميانو د برېښنايي اړتيا د پوره کولو لپاره باميانو ته د برېښنا يو ځانګړى مزى له پروان ولايت نه وغځول شي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې هم پر دې موضوع بحثونه وشول.

په جرګه کې د باميانو استازي محمد اکبري وويل: ((داسې اسناد شته چې انکار نه شي ترې کېدلى او څرګندوي چې حکومت مرکزي سيمې د افغانستان د برېښنا په ماسټر پلان کې په نظر کې نه دې نيولې، دا چې وايي له پروان ولايت نه به باميانو ته برېښنا ولېږدوو، هم دروغ خبره ده.))

هغه زياته کړه، د هېواد د برېښنا په ماسټر پلان کې د مرکزي سيمو په پام کې نه نيول، د دغو سيمو د حق په اړه ښکاره تبعيض دى او خلک دې باور ته رسېدلي چې حکومت د باميانو له لارې د برېښنا د لېږد اراده نه لري او په همدې سبب ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ په لاريونونو کې ګډون وکړي.

هغه ولسمشر ته په خطاب کې وويل: ((د مرکزي سيمو خلکو له خپلو استازو غوښتنه کړې چې د اعتراض په ډول د دولت دغه تبعيض امېزه چلند له امله د شورا ناسته تحريم کړي، موږ هم د خپلو خلکو غوښتنه ومنله چې د اعتراض په دود د جرګې ننۍ ناسته ترک کړو.))

د جرګې يو شمېر نورو غړو هم ورته نظرونه درلودل او بالاخره د هزاره قوم اړوند شاوخوا دېرش وکيلان د جرګې له غونډې ووتل.

خو د جرګې ځينو نورو غړو ويل چې د برېښنا د لېږد د مسير موضوع بايد قومي نه شي.

په جرګه کې د پروان د خلکو استازي حاجي محمد الماس زاهد د ملي يووالي پر ټينګښت د ټينګار ترڅنګ وويل: ((د ملت له ګډ کور نه د هزاره استازو يو ځايي وتلو څرګنده کړه چې دوى فردي ګټو پر ملي ګټو ترجيح ورکړه او موږ اړباسي چې له دې وروسته قومي حرکت وکړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.