ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ او غزني لاریون کوونکو پر بامیانو د ټوټاپ تېرېدو غوښتنه وکړه

د بلخ او غزني لاریون کوونکو پر بامیانو د ټوټاپ تېرېدو غوښتنه وکړه

author avatar
15 May 2016 - 16:48
د بلخ او غزني لاریون کوونکو پر بامیانو د ټوټاپ تېرېدو غوښتنه وکړه
author avatar
15 May 2016 - 16:48

مزارشريف- غزني (پژواک، ٢٦ غويی ٩٥): په بلخ او غزني ولايتونو کې سلګونو کسانو د ټوټاپ پروژې په اړه د حکومت پر دريځ د اعتراض له امله لاريون وکړ او غوښتنه يې وکړه چې د ټوټاپ مسير دې پر باميانو تېر شي.

ټوټاپ د ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان د برېښنا پروژه ده چې د افغانستان ځينو ولايتونو او بيا د سالنګ او کابل له لارې پاکستان ته غځول کېږي.

د بلخ په مرکز مزارشريف کې دغه لاريون نن يکشنبه (د غويی۲۶مه) له کامګار څلورلارې پيل او د ولايتي شورا تر مخې يې ادامه درلوده.

لاريون کوونکو پر حکومت نيوکه کوله چې د مرکزي سيمو له اوسېدونکو سره د مور او ميرې چلند کوي.

د دغه لاريون يو سمبالوونکي سيد محمد سروري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی د باميان له لارې د ټوټاپ پروژې د تېرېدو د ملاتړ په موخه راټول شوي دي.

نوموړي زياته کړه، مرکزي حکومت دې ټولو افغانانو ته د هغوی د حقونو په ورکولو سره عدالت پلی کړي.

د ياد لاريون يوه بل ګډونوال فيض محمد مصدق په خپلو خبرو کې وويل چې حکومت دې متوازن انکشاف ته ډېره پاملرنه وکړي.

هغه وويل چې دولت بايد يادې ستونزې ته په جدي ډول د حل لاره پيدا کړي؛ تر څو دښمنانو ته د مداخلې زمينه برابره نه شي.

دغه راز په غزني ولايت کې هم سلګونو کسانو د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د ټوټاپ پروژه دې له باميانو ولايت څخه تېره شي.

د غزني د ولايتي شورا رييس او لاريون کوونکي حميدالله نوروز ټينګار کاوه چې دغه پروژه دې د باميانو له ولايت څخه تېره شي.

هغه وويل: ((که زموږ غوښتنې ونه منل شي موږ خپلو لاريونونو ته ادامه ورکوو.))

ده له دولتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د دوى له دغه حرکت څخه ملاتړ وکړي، تر څو موخې ته ورسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.