لښکرګاه (پژواک، ۲۶ غویی ۹۵): د هلمند ولايت چارواکي وايي چې د روخام قيمتي ډبرو د کيندنې شپږ تړونونه شوي خو په ډېرو سيمو کې دغه ډبرې په غير قانوني ډول ايستل کېږي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د سرحدونو او قومونو چارو رياست له لوري د غويي په ٢٦مه د کانونو، ځنګلونو او تاریخي میراثونو د ساتنې په موخه غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د هلمند د سرحدونو او قومونو چارو رييس احمد نوېد نظري وويل چې د دغه ولايت په ډېرو سرحدي سيمو کې د لرغونو اثارو تر څنګ د روخام ډبرې ناقانونه کيندنې پيل شوې دي.
هغه وويل چې دغه ډبرې پاکستان ته قاچاق کېږي او له هغه ځايه بيا د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.
ده له قومي مشرانو، ديني عالمانو او عامو خلکو غوښتنه وکړه چې د تاريخي اثارو او قيمتي ډبرو د قاچاق په مخنيوي کې له حکومت سره اړينې مرستې وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د کانونو رييس حبيب الله حقپرست هم وويل چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د روخام ډبرو نا قانونه کيندنې روانې دي.
هغه وويل: ((موږ يواځې له شپږ شرکتونو سره د دغو ډبرو د کيندنې قراردادونه لرو خو په ډېرو سيمو کې دغه قيمتې ډبرې پر خپل سر کيندل کېږي او بيا پاکستان هېواد ته قاچاق کېږي.))
ده وويل، که د يادو ډبرو دغه شان ناقانونه او غير فني کيندنې روانې وي نو په وخت سره به دغه ډبره په نړيوالو بازارونو کې خپل ارزښت له لاسه ورکړي.
په دې غونډه کې د هلمند د کرنې رييس حافظ الله شاه نوري بيا وويل چې په دغه ولايت کې نږدې ٩٥زره جريبه د ځنګلونو ځمکه غصب شوې ده او لسګونه زره جريبه څر ځايونه هم خلکو نيولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن