ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ٢٨ وسله وال وژل شوي

په کندهار کې ٢٨ وسله وال وژل شوي

author avatar
15 May 2016 - 12:10
په کندهار کې ٢٨ وسله وال وژل شوي
author avatar
15 May 2016 - 12:10

کندهار (پژواک، ٢٦ غويى ٩٥) : وسله والو طالبانو د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې د امنيتي مسوولينو په وينا، په  دغو بريدونو کې ٢٨ وسله وال وژل شوي دي.

په دې لړ کې لومړۍ پېښه تېره شپهد ميوند ولسوالۍ په بند يېمور سيمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني د غويي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو تېره شپه دوولس بجې د دې ولسوالۍ په بند تيمور سيمه کې د عامه نظم د پوليسو پر امنيتي پوسته بريد کړى او تر سهار پورې د دواړو لورو تر منځ درنه جګړه شوې ده

.هغه زياته په دې جګړه کې ٩ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٢ نور ټپيان شوي او دغه راز ٢ د عامه نظم پوليس هم ټپيان شوي دي.

د دې تر څنګ د ارغستان ولسوالۍ د ملا اغا جان پر امنيتي پوسته هم تېره شپه نهه بجې وسله والو ډله ييز بريد کړى دى چې پر مهال ٦ تنه وسله وال وژل شوي دي.

درانى وايي، په دې بريد کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى خو ٦ تنه وسله وال په کې وژل شوي چې يو په کې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال مرستيال او بل د ماينونو جوړولو پنجابى انجنير دى.

په همدې حال کې وسله والو مخالفينو د ښوراوک ولسوالۍ د ابوزي پر امنيتي پوسته هم بريد کړى چې د پوليسو د متقابل بريد پر مهال ٥ وسله وال وژل شوي دي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، د ابوزي امنيتي پوسته د ډيورنډ کرښې په صفري برخه کې پرته ده چې د کرښې له هغې غاړې راغلو وسله والو ورباندې بريد وکړ.

دى وايي، د جګړې پر مهال د دغې ولسوالۍ لپاره د وسله والو مخالفينو د نظامي مسوول اتل په ګډون ٥ تنه وژل شوي خو پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د معروف ولسوالۍ د اعلى جرګې په سيمه کې هم تېره شپه د سرحدي پوليسو پر امنيتي پوسته بريد شوى چې ٣ تنه وال په کې وژل شوي دي.

د دراني په خبره، په دغه بريد کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

بلخوا د شاوليکوټ ولسوالۍ په کته سنګ سيمه کې هم وسله والو په دوو برخو کې پر امنيتي ځواکونو بريد کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.