دويم تعقيب- کابل (پژواک،٢٧غويى ٩٥): د کابل نن ورځې لاريون کوونکو د باميان له لارې د "ټوټاپ" برېښنا پروژې پر لېږد ټينګار وکړ او ويې ويل که دا غوښتنه يې ونه منل شي، هغوى به خپلو مدني خوځښتونو ته دوام ورکړي.
ټوټاپ، د ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان پروژه ده چې د افغانستان له لارې پاکستان ته غځېږي، د دې پروژې برېښنا بغلان ولايت او له هغه ځاى څخه کابل ته غځول کېږي.
دولت د سالنګ له لارې د دې پروژې پر غځېدو ټينګار کوي او وايي چې د سالنګ مسير د باميانو په پرتله لنډ دى او له دې لارې غځېدل يې لږ لګښت لري.
حکومتي چارواکي وايي، ټاکل شوې چې د باميانو اوسېدونکو د برېښنا ستونزې د هوارېدو لپاره له پروان ولايت څخه د برېښنا بل مزى وغځېږي.
خو اعتراض کوونکي چې ډېرى يې هزارګان دي، د باميانو له لارې د برېښنا د دې پروژې پر تطبيق ټينګار کوي.
نن زرګونو کسانو په يو لاريون کې چې د پل سوخته له سيمې پيل او د کابل ښار تر پل ارتل پورې يې دوام وکړ ګډون کړى و او د باميانو له لارې یې د دې پروژې د پلې کېدو غوښتنه کوله.
د پخواني ولسمشر مرستيال او د اعتراض کوونکو یوه رهبر محمدکريم خليلي هم په ننني لاريون کې برخه اخيستې وه.
نوموړي وويل چې هغوى به د بې عدالتۍ پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او ترهغه مهاله به مدني خوځښتونو ته دوام ورکړي، څو يې غوښتنه د حکومت له خوا ومنل شي.
د هغه په خبره، هغوى د ټوټاپ پروژې په لېږد کې د عدالت غوښتنه کوي.
نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د سالنګ له لارې د ټوټاپ برېښنا له لېږد څخه لاس پر سر شي او دا پروژه د باميانو له لارې تېره شي.
هغه زياته کړه: "که د خلکو ګناه عدالت غوښتنه ده، که د خلکو ګناه د عدالت غږ اوچتول دي، که د خلکو ګناه د ځانمرګو او چاودنو له منځه تلل وي، تاسې غواړئ چې د قانون په رڼا کې يې تعقيب کړئ، زه وايم چې تر ټولو لومړى خليلي دې ته چمتو دى."
هغه زياته کړه: "نن د يو ښاري په توګه د خپلو هېوادوالو تر څنګ له ښاغلي اشرف غني او ښاغلي ډاکټرعبدالله نه پوښتنه کوم چې د غويي ١١مې مصوبې دومره ارزښت درلود څو خلک داسې غبرګون وښيي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن