ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز والي: له وسله والو مخالفينو سره بايد خبرې وشي

کندوز والي: له وسله والو مخالفينو سره بايد خبرې وشي

author avatar
17 May 2016 - 17:08
کندوز والي: له وسله والو مخالفينو سره بايد خبرې وشي
author avatar
17 May 2016 - 17:08

 کندوز(پژواک، ٢٨غويى ٩٥): د کندوز والي د سولې بهير سره د ګلبدين حکمتيار احتمالي يو ځاى کېدل د هېواد پر امنيتي وضعيت اغېزناک بولي او له وسله والو مخالفينو غواړي چې خپلو تېروتنو ته ځير شي او د سولې پروسې سره يو ځاى شي.

 د کندوز والي اسدالله امرخېل دغه ټکى نن ( د غويي په ٢٨مه) له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې څرګند کړ.

هغه وويل چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې د کندوز والي په توګه له ټاکل کېدو سره يې د وسله والو مخالفينو نه غوښتي وو چې د افغان حکومت د سولې له پروسې سره يو ځاى شي، خو هغوى چې پرديو ته چوپړ کوي او د سيمې د استخباراتو غلامان دي، دغې غوښتنې ته يې لبيک ونه وايه.

والي زياته کړه:((اوس مې هم له وسله والو مخالفينوغوښتنه داده چې د سولې پروسې سره يو ځاى شي، نامشروع جګړه پاى ته ورسوي او راشي د خپلو هېوادوالو ترڅنګ ددغه هېواد د بيا رغونې لپاره کار وکړي، د افغان دولت غېږه هميشه د هغوى پرمخ پرانېستي ده.))

عمرخېل چې تر دې وړاندې يې د کندوز سولې شورا د مشر په توګه دنده تر سره کوله، زياته يې کړه چې خلک سوله غواړي، خو د افغانستان د سولې بهير څخه په بشپړ ډول ناخوښ دي، ځکه چې له دې پروسې نه د خلکو هيلې نه دي پوره شوې.

 د کندوز والي وويل:((د سولې پروسې سره زياتې پيسې راماتې شوې، خو زموږ ځوانان لا هم د بېوزلۍ او غريبۍ په سبب د دولت د وسله والو مخالفينو په ليکو کې فعاليت کوي، مخالفين د هغوى له دې کمزوريو کار اخلي او زموږ ځوانان خرابو او ويجاړونکو لارو ته را کاږي.))

خو نوموړي له سولې پروسې سره د لسو زرو وسله والو مخالفينو يو ځاى کېدل، ددې پروسې ستره لاسته راوړنه بولي.

نوموړي په ټينګار سره وويل چې جګړه د حل لار نه ده، له وسله والو مخالفينو سره بايد سوله وشي، د سولې پروسې سره د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي چمتو والى د افغان حکومت لپاره ستره لاسته راوړنه ده.

ده وويل:(( هغوى چې د سيمې استخباراتو تېر اېستلي او اوس خپلې تېروتنې ته ځير شوي، دا يو نېک کار دى او حق يې دى چې د سولې پروسې سره يو ځاى شي او د خلکو تر څنګ ژوند وکړي.))

د کندوز والي چې د جهادي مشر عبدرب الرسول سياف له نږدې کسانو ګڼل کېږي، زياته کړه چې د سولې پروسې سره د حکمتيار يو ځاى کېدل د هېواد پر امنيتي وضعيت مثبت اغېز کوي او هيله ده چې  وسله وال مخالفين د حقانيت په درک سره د افغان سولې پروسې سره يو ځاى شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.