جلال اباد (پژواک، ٢٨ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې له ننګرهار ولايت څخه د ګوزڼ د کمپاين اړونده دوه تنه واکسيناتوران تښتول شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره ورځ مازيګر مهال د لعلپورې د چکنور په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې وسله والو طالبانو له يادې سيمې څخه دوه تنه واکسيناتوران تښتولي او دوى يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د نوموړي په وينا، په همدې موخه د سيمې قومي مشران او سپين ږيري وسله والو مخالفينو ته لېږل شوي، څو تښتول شوي واکسيناتوران خوشې کړي.
دا کسان په داسې حال کې تښتول شوي، چې دوه ورځې مخکې په ننګرهار ولايت کې د ګوزڼ پر ضد د واکسين کمپاين پيل شو.
د ځايي چارواکو په وينا، د نا امنيو له امله ددې ولايت ١٥ زره ماشومان د ګوزڼ له څاڅکو بې برخې پاتې کېږي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن