ترينکوټ (پژواک، ٢٨ غويى ٩٥) : د اروزګان ولايت د دهراوود ولسوال وايي چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ او بازار بريدونه کړي او که بېړنۍ مرسته ورته ونه رسېږي، نو ولسوالي به سقوط وکړي.
ولسوال امين الله خالقي د غويي په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وخته وسله والو طالبانو له څو لوريو څخه د ولسوالۍ پر ودانۍ او بازار بريدونه پيل کړي دي.
هغه زياته کړه چې وسله وال د ولسوالۍ څو مترۍ ته رارسېدلي او که دوى ته بېړنۍ مرسته ونه رسيږي، نو ولسوالي به سقوط وکړي.
ولسوال ادعا وکړه چې موټر يې تېل نه لري او ځواکونه يې د وسلو او مهماتو له کمښت سره هم مخ دي.
نوموړي د ولايت له مسوولينو وغوښتل چې دوى ته ژر تر ژره مرستندويه ځواکونه ولېږل شي.
د هغه په وينا، په جګړه کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو کره شمېره يې ونه ښوده.
د اروزګان د ولايتي شورا پخوانى رييس او ددې ولسوالۍ اوسېدونکى امان الله هوتکي هم پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه چې په ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.
هغه هم وويل چې وسله وال مخالفين په بازار کې ځاى پر ځاى شوي او د ولسوالۍ پر ودانۍ بريدونه کوي.
هوتکي وايي چې په دې جګړه کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ، خلک د تېښتې په حال کې دي، خو جګړې يې مخه نيولې ده.
خو د والي وياند دوست محمد ناياب د ولسوالۍ د سقوط وېره ردوي او زياتوي چې هلته په کافي اندازه ځواکونه او مهمات شته دي.
نوموړي وويل چې بېګاه په خاص اروزګان ولسوالۍ کې هم جګړه شوې، دا د جنګونو موسم دى، خو هېڅ ولسوالي به سقوط ونه کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن