واشنګټن (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): د امريکا متحدو ايالاتونو د انجنير حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د افغانستان د حکومت د سولې د خبرو هرکلى وکړ.
له تېرو دوو مياشتو راهيسې په کابل کې د افغانستان د حکومت او حزب اسلامي د پلاوو تر منځ د سولې خبرې روانې دي او د سولې عالي شورا وايي چې دا خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې او ډېر ژر به لاسليک شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې دوى د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د خبرو هرکلی کوي.
هغه زياته کړه: ((موږ د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوو او د افغانستان د اوسنۍ شخړې حل په خبرو اترو کې ګورو.))
د نوموړي په وينا، د حزب اسلامي په ګډون د افغانستان ټولې وسله والې ډلې بايد د سياسي خبرو اترو د پروسې برخه وګرځي، افغانان بايد په خپله سره کېني او د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.
کربي وايي، هېواد يې د افغان حکومت له خوا په لاره اچول شوو د سولې له روانو خبرو اترو ملاتړ کوي.
نوموړي له نورو وسله والو ډلو هم غوښتي چې له تاوتريخوالي لاس واخلي، د افغانستان اساسي قانون ومني، د ښځو او بشري حقونو ته په درناوي سره د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن