کابل (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): د سولې عالي شورا له خوا د سولې تړون نهايي شوې طرحه د حزب اسلامي پلاوي ته وسپارل شوه، څو د دې ډلې مشر انجنير حکمتيار ته يې د ارزونې لپاره يوسي.
د سولې عالي شورا يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د سولې د عالي شورا او د حزب اسلامي تر منځ وروستۍ غونډه وشوه.
هغه زياته کړه چې په دې غونډې سره د دواړو لورو تر منځ د سولې پيل شوې خبرې اترې په رسمي توګه پاى ته ورسېدې.
يادې سرچينې وويل چې د سولې د تړون نهايي شوې طرحه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د حزب اسلامي پلاوي ته وسپارل شوه.
د سولې د عالي شورا يادې سرچينې وويل چې د حزب اسلامي پلاوى به نهايي شوې طرحه خپل مشر انجنير حکمتيار ته د ارزونې لپاره ور وړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي عطاءالرحمن سليم پرون يوې خبري ناستې ته ويلي وو چې پر ټولو ٢٥ مواردو وروستۍ موافقه د حزب اسلامي له پلاوي سره له شاوخوا دوو مياشتو مذاکراتو وروسته ترسره شوې ده.
نوموړي دا هوکړه د افغانستان دولت او ولس لپاره يو زېرى او ستره لاسته راوړنه وبلله.
د سولې عالي شورا دغه لوړپوړي چارواکي زياته کړه چې د هوکړه ليک متن لاسليک ته چمتو دى.
دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي مشرتابه پلاوي انجنير امين کريم درې ورځې وړاندې له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې ويلي و چې له دولت سره د سولې خبرې اترې وروستي پړاو ته رسېدلې دي؛ خو د سولې سند لاسليک ښايي تر دوو مياشتو پورې وخت ونيسي او د ځينو کړيو له خوا د سولې سپوتاژ لپاره هڅې هم شتون لري.
د امين په وينا، د هوکړه ليک مهم موارد، د بنديزونو او تورو ليستونو لري کول، د حزب اسلامي ښکاره او محسوسو فعاليتونو ترسره کول، ددې حزب د ټولو بنديانو خوشې کول او د کډوالو ستونزې هوارى ده.
د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي مذاکره کوونکى پلاوى له تېرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې له افغان دولت سره په کابل کې د سولې خبرو اترو بهير پر مخ وړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن