ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سيمه ييزو راډيوګانو له لارې د زمزمو په اړه د کندهار والي څرګندونې ناسمې تعبير شوي”

author avatar
18 May 2016 - 19:04
author avatar
18 May 2016 - 19:04

کندهار (پژواک، غويى ٢٩مه، ٩٥): په دې وروستيو کې داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې د کندهار والي په دې ولايت کې د سيمه ييزو راډيوګانو له لارې د ښځينه وو له خوا د شعرونو پر زمزمه کولو بنديز لګولى.

دغه خبر په ټولنيزو شبکوکې  بېلابېل غبرګونونه له ځان سره لرل، ځينو يې هرکلى وکړ خو ځينو نورو بيا دغه ډول بنديز د بيان له ازادۍ سره په ټکر کې وګاڼه.

خو اوس د کندهار د والي وياند وايي چې په دې اړه د والي څرګندونې ناسمې تعبير شوي.

بل خوا د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي چې والي ورته سپارښتنه کړې، څو د رسنيو مسوولين وهڅوي چې د ښځو د زمزمو او بې ځايه موسيقي پر ځاى د ټولنې د اصلاح په موخه تعليمي او د عامه پوهاوي خپرونې جوړې او خپرې کړي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، والي د سيمه ييزو راډيوګانو له لارې د زمزمو او موسيقي پر خپرولو بنديز نه دى لګولى او په دې اړه شوې څرګندونې ناسمې تعبير شوي.

هغه زياته کړه، د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته سپارښتنه کړې چې د رسنيو مسوولين دې ته وهڅوي څو د ټولنې د اصلاح په موخه داسې خپرونې وړاندې کړي چې مثبت پيغام ولري.

د ده په خبره، همدا نن يې د کندهار د سيمه ييزو رسنيو له مسوولينو سره په همدې اړه غونډه هم لرله چې په کې پر دې مسايلو بحث وشو.

دى وايي، ولايتي اداره د بيان ازادۍ ته ژمنه ده او هڅه يې دا ده چې د رسنيو له لارې له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي، پوهنې او ګڼو نورو برخو کې داسې خپرونې وړاندې شي چې د ټولنې د سمون سبب شي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس پوهيالي حضرت ولي هوتک هم پژواک خبري اژانس ته وويل، والي ورته سپارښتنه کړې چې د سيمه ييزو رسينو مسوولين وهڅوي چې د خپلو خپرونو له لارې د ښځو د زمزمو او هغو سندرو له نشرولو ډډه وکړي چې ځوانان بې لاريو ته هڅوي.

هغه زياته کړه، والي دغه سپارښتنه تر هغه وروسته کړې چې د کندهار ديني عالمانو او مخورو ورته شکايت کړى چې ځينې رسنۍ د ښځو زمزمې او مزخرفې سندرې نشروي او په دې توګه فحشا خپروي.

د نوموړي په وينا، رسنۍ د دې پر ځاى چې دغسې خپرونې جوړوي، ولې داسې علمي، فرهنګي او ټولنيزې خپرونې نه جوړوي چې خلکو ته يې ډېره ګټه ورسېږي.

دى وايي: ((په همدې بنسټ والي ده ته لارښوونه کړې چې د سيمه ييزو رسنيو له مسوولينو سره کښېني او دې ته يې وهڅوي چې د ټولنې د اصلاح په موخه داسې خپرونې جوړې کړي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي، له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د راګرځولو، د ټولنيزو اخلاقو د غښتلي کولو، په اسلامي ارشاداتو د ټولنې د فرد فرد د پوهولو، يووالي ته د ځوانانو د رابللو او نورو ټولنيزو پرمختګونو لپاره عامه ذهنيت جوړونه وکړي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.