ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د ٣٠٠ بستريز روغتون درېدلې چارې بېرته پيل شوې

د لوګر د ٣٠٠ بستريز روغتون درېدلې چارې بېرته پيل شوې

author avatar
18 May 2016 - 17:32
د لوګر د ٣٠٠ بستريز روغتون درېدلې چارې بېرته پيل شوې
author avatar
18 May 2016 - 17:32

پل علم (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥):  په لوګر ولايت کې د پاکستان په مرسته د جوړېدونکي ٣٠٠ بستريز روغتون چارې تر دوه کلن ځنډ وروسته بېرته پيل شوې.

د کابل– ګردېز پر لويه لاره د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې د نايب امين الله خان په نوم د دغه روغتون چارې په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې پيل شوې وې.

د لوګر والي والي محمد حليم فدايي د غويي په ٢٩مه د ياد روغتون د چارو د بيا پيل په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې وه چې د دې روغتون چارې په پنځو کلونو کې بشپړې شي، خو د ځينو ستونزو له امله يې کارونه وځنډېدل.

هغه زياته کړه چې د ولايت مقام او د دغه  ولايت د خلکو د استازو په هلو ځلو يې چې له کابينې او اړونده وزارت يې اړيکې ونيولې، وکولى شول چې پاکستان په دې وادار کړي چې د دغه روغتون چارې بېرته پيل کړي.

فدايي وويل چې دا روغتون په ٢٠ جريبه ځمکه کې جوړېږي چې د جراحۍ، ارتوپيدي، جلدي، نسايي ولادي، عاجل او نورې څانګې لري.

د هغه په وينا، د دې روغتون د جوړولو چارې د پاکستان د دوو شرکتونو NSPK او عمران شوکت له خوا پر مخ وړل کېږي او ټاکل شوې ده چې پاتې ٢٠ سلنه چارې يې په څلورو مياشتو کې بشپړې شي.

د لوګر  والي وايي چې پر دې پروژې ١٢٠٠ ميليونه پاکستانۍ کلدارې لګښت راځي چې د ٤٥٠ ميليونه کلدارو طبي وسايل ورته اخيستل کېږي.

فدايي چې ١٥ تنه ډاکټران او تخنيکي کارکوونکي د روزنې په موخه پاکستان ته لېږل شوي دي.

د لوګر د ولايتي شورا غړي ډاکټر عبدالولي وکيل پژواک اژانس ته وويل چې دغه روغتون د سوېل ختيځ زون لپاره ډېر مهم دى او هيله يې څرګنده کړه چې د روغتون فعالېدو سره به د دغه زون روغتيايي  ستونزې کمې شي.

د بسم الله په نوم د لوګر يوه قومي مشر پژواک ته وويل چې تر اوسه دوى خپل ناروغان کابل او يا هم پېښور ته وړل چې د اقتصادي او امنيتي ستونزو سره مخامخ کېدل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.