ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پنځمه څلور اړخیزه غونډه کې د سولې لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وشو

په پنځمه څلور اړخیزه غونډه کې د سولې لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وشو

author avatar
18 May 2016 - 18:33
په پنځمه څلور اړخیزه غونډه کې د سولې لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وشو
author avatar
18 May 2016 - 18:33

کابل (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): په پنځمه څلور اړخيزه ناسته کې د افغان سولې لپاره په ګډو هڅو د ټينګار تر څنګ د "ترهګريزو" بريدونو عاملينو ته ګواښ وشو چې د خپلو کړنو ځواب ته دې چمتو اوسي.

په افغانستان کې د سولې او پخلاينې د پروسې په تړاو د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين څلور اړخېزه (QCG) پنځمه ناسته تېره ورځ (د غويي ٢٩مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړه شوه.

د دې غونډې په اعلاميه کې راغلي چې په دې ناستې کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سکرټر عزیز احمد چوهدري يې کوربه توب کاوه، په پاکستان کې د افغانستان د ولسمشر ځانګړي استازي او لوی سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال، د امريکا د متحدو ایالتونو په استازیتوب د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچارډ اولسن او د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي ډينګ ژنيګ ګډون درلود.

په اعلامیه کې راغلي چې په دې څلور اړخيزه ناسته کې يو ځل بيا ټينګار وشو چې جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او د سولې لپاره خبرې اترې د سیاسي جوړجاړي یواځېنۍ، حل لاره ده.

سرچینه زیاتوي: "په دې اړوند د څلور اړخیزې ناستې هېوادونو ژمنه وکړه چې خپل نفوذ او تاثیر څخه په استفادې به د سولې د موخو په وړاندې کولو کې فعال رول ولوبوي."

د اعلاميې له مخې، په ياده ناسته کې د کابل د روان کال د وري د ٣١مې برید په کلکه وغندل شو.

په دغه بريد کې چې مهمو کسانو د ساتنې پر رياست ترسره شو، ٦٤ تنه ووژل او ٣٤٧ نور ټپيان شول چې ډېرى يې ملکيان وو. د بريد مسووليت طالبانو پر غاړه اخستى و.

د پنځمې څلور اړخيزې ناستې د خبرپاڼې له مخې د ناستې ګډونوالو هغو ډلو ته چې د کابل د ياد او ورته بریدونو عامیلن دي ګواښ وکړ چې د خپلو کړنو ځواب ته دې چمتو و اوسي.

سرچينه ليکي چې د څلور اړخیزې ناستې هېوادونو د خپلو ځانګړو مسولیتونو په شراکت د افغانستان په مشرۍ د سولې او پخلاینې له بهیر څخه خپل ګډ او تلپاتې ملاتړ اعلان کړ.

په اعلاميه کې راغلي چې راتلونکې څلوراړخیزه ناسته به د ټولو غړیو هېوادونو په سلا راوبلل شي.

د افغانستان د سولې لپاره څلور اړخيزه لومړۍ ناسته د تېر کال مرغومي په ٢١مه په اسلام اباد کې او وروسته يې دويمه ناسته په کابل، درېيمه يې هم په اسلام اباد او څلورمه يې هم په کابل کې جوړه شوه.

په څلورمه ناسته کې پرېکړه شوې وه چې د روان ميلادي کال د مارچ په لومړيو کې به پنځمه ناسته د افغان دولت د وسله والو مخالفينو د استازو په ګډون په اسلام اباد کې جوړېږي، خو ياده غونډه وځنډېده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.