ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې څلور ښوونځي سوځول شوي

کونړ کې څلور ښوونځي سوځول شوي

author avatar
18 May 2016 - 15:30
کونړ کې څلور ښوونځي سوځول شوي
author avatar
18 May 2016 - 15:30

اسعداباد (پژواک، ٢٩ غويى ٩٥): چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو په کونړ ولايت کې د نجونو او هلکانو څلور ښوونځي سوځولي او پر بمونو يې الوځولي دي.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښې تېره شپه د ماڼوګي ولسوالۍ د لېچلام او قندهارو په سيمو کې رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو په دواړو سيمو کې دوه ښوونځي سوځولي او دوه يې پر بمونو الوځولي دي.

د نوموړي په وينا، دغه کار د الاحرار په نوم د وسله والو مخالفينو د یوې ډلې له خوا ترسره شوى او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د يادونې ده، جماعت الاحرار د پاکستاني وسله والو طالبانو ډله ده چې د ډيورنډ پولې په دواړو غاړو کې فعاليت کوي.

د کونړ د پوهنې رييس جمال الدين حسني د پېښې د  تاييد  تر څنګ پژواک اژانس ته وويل چې دوه ښوونځي په لېچلام او دوه په قندهارو سيمو کې هم پر بمونو الوځول شوي او سوځول شوي هم دي.

د نوموړي په وينا، د ښوونځيو د سوځولو او الوځولو له امله اړوندې ودانۍ تخريب، کتابونه، څوکۍ هم له منځه تللي دي.

حسني وويل چې د دې پېښو له امله زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې شوې، خو ژمنه يې وکړه چې ډېر ژر به ياد ښوونځي بېرته فعال کړي.

د يادونې ده چې تر دې مخکې هم په کونړ کې داسې يوه نيمه پېښه شوې وه، خو دا لومړى ځل دى چې په يوه شپه څلور ښوونځي له منځه وړل کېږي.

تر اوسه يادې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي. خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دوى په يادو پېښو کې لاس نه لري او يو پلاوي ته يې دنده سپارلې، چې دا پېښه وڅيړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.