کابل- لښکرګاه (پژواک، ٣٠ غويى ٩٥): په هلمند کې یوه بار وړونکې بهرنۍ الوتکه لوېدلې چې په کې نهه بهرني وګړي وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون ناوخته په ګرمسېر ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې دغه الوتکه په ياده ولسوالۍ کې د دوېر په نوم د امريکايي ځواکونو په هوايي ډګر کې د کېناستو پر مهال د تخنيکي ستونزو له امله غورځېدلې ده.
ځواک وايي چې په دې پېښه کې مرګ ژوبله اوښتې ده خو ده ته يې کره شمېره نه وه معلومه.
بلخوا د ګرمسېر ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې ياده بار وړونکې الوتکه له غورځېدو مخکې اور اخيستى او بيا لوېدلې ده.
د سرچينې په وينا، په الوتکه کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.
يادې امنيتي سرچينې وويل چې امريکايي ځواکونو د اذربايجان دغه الوتکه کرايه کړې وه او هغوى ته يې اکمالات کول.
بلخوا د اذربايجان رسنيو هم خبر ورکړى چې د دوى د يوه شرکت الوتکه چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا په کرايه نيول شوې وه، لوېدلې ده.
سرچينې زياته کړې چې په دې پېښه کې پنځه د اذربايجان، درې د اوکراين او يو د ازبکستان وګړي چې ټول د الوتکې پيلوټان او کارکوونکي وو، وژل شوي دي.
په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن