ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپیسا د امنیه قوماندان دنده وځنډېده

د کاپیسا د امنیه قوماندان دنده وځنډېده

author avatar
19 May 2016 - 17:11
د کاپیسا د امنیه قوماندان دنده وځنډېده
author avatar
19 May 2016 - 17:11

محمودراقي (پژواک، ٣٠ غويى ٩٥): د کورنيو چارو وزارت له خوا د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ په تېلو کې د فساد په تور د دغه ولايت د امنيه قوماندان دنده تعليق شوې ده.

د کاپيسا د ولايتي شورا رييس حسين سنجي د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د کورنيو چارو وزارت له خوا ولايت ته يو شفر راغلى و.

هغه زياته کړه چې په دغه شفر کې ويل شوي چې تر دويم حکمه پورې د دغه ولايت د امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق دنده تعليق شوې ده.

د ولايتي شورا رييس په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ولايت مقام او د امنيه قوماندان نظر واخلي، خو له هغوى سره اړيکه ټينګه نه شوه.

تر دې مخکې د کورنيو چارو وزارت ويلي وو چې د کاپيسا په امنيې قوماندانۍ کې د تېلو په قراردادونو کې د فساد موضوع تر څېړنې لاندې ده او د تورنو کسانو دوسيې څارنوالۍ ته استولې دي.

څو موده مخکې د دغه د درنو جرمونو د څېړنې رياست له خوا يو پلاوى کاپيسا ولايت ته استول شوى و، څو د دغه ولايت په امنيې قوماندانۍ کې د لسګونو زره لېتره تېلو د غلا او فساد په اړه پلټنې وکړي.

دغه پلاوي د امنيې قوماندانۍ يو شمېر کارکوونکي نيولي او کابل ته يې د نورو پلټنو لپاره لېـږلي دي.

د کورنيو چارو وزارت د اداري فساد پر وړاندې د ادارې مسوول حبيب الرحمن سحر پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ د فساد او د تېلو د غلا په اړه دوسيې يې څارنوالۍ ته استول شوې دي.

د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق ويلي وو: ((په دې قضيه کې ډېر لاسونه ښکېل دي، مو له هېچا نه وېريږو، موږ له کوم خنډ پرته به په کاپيسا ولايت کې قانون پلى کوو.))

د امنيه قوماندان په وينا، که هر څوک کومه ادعا لري، نو محکمې او څارنوالۍ ته دې مراجعه وکړي، که څوک مجرم وپېژندل شو، بايد د قانون له مخې خپله جزا وويني.))

هغه پر اړوندو ادارو غږ وکړ، د هغو کسانو پر وړاندې دې اقدام وکړي او لاسونه يې لنډ کړي چې بې ځايه تورونه يې پورې کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.